د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان ولسي جرګې غړي غلام سخي مشواڼي د دندې ځنډولو پرېکړه


د افغانستان ولسي جرګې غړی غلام سخي د کلیو او پراختیا پر وزیر نصیر احمد دراني د ګوزار کولو مهال
د افغانستان ولسي جرګې غړی غلام سخي د کلیو او پراختیا پر وزیر نصیر احمد دراني د ګوزار کولو مهال

د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي که له دریو دوه برخې وکیلان تایید کړي کیدای د غلام سخي مشواڼي دنده به د یوه کال لپاره وځنډول شي.

د جرګې منشي عبدالرووف انعامي آزادي راډیو ته وویل چې په ولسي جرګه کې د کونړ ولسي استازي ښاغلي مشواڼي د دندې ځنډېدو پرېکړه یې کړې خو شرط یې دا دی چې وکیلان پرې موافقه وکړي.

د ولسي جرګې اداري پلاوي له هغه وروسته دا پرېکړه کړې چې غلام سخي مشواڼي د چارشنبې په ورځ په عمومي غونډه کې د کلیو او پراختیا پر وزیر نصیراحمد دراني ګوزار وکړ او شخړه یې ورسره وکړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG