د لاسرسي ځای

تازه خبر

'امریکا په پاکستان کې د بشري حقونو پر سرغړونه اندېښمنه ده'


په ۲۰۱۱م کال په کراچۍ ښار کې نیمه پوځي ځواک یو ځوان سرفراز په ډاګه وواژه.
د اواز نیوز تصویر چې اې اېف پي خپور کړی
په ۲۰۱۱م کال په کراچۍ ښار کې نیمه پوځي ځواک یو ځوان سرفراز په ډاګه وواژه. د اواز نیوز تصویر چې اې اېف پي خپور کړی

په دې رپوټ کې پر پاکستان له دې کبله هم نیوکې شوې دي چې خبریالان پکې ځورول کېږي او حکومت پر غونډو او تګ راتګ محدودیونه لګولي دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت په یو تازه رپوټ کې په پاکستان کې د بشري حقونو سرغړونو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د چارشنبې په ورځ په خپاره شوي دې رپوټ کې ویل شوي چې له عدالته پرته وژنې، هدفي وژنې، شکنجه کول، په زور ورکول، د قانون پوره نه عملي کېدل، په نر او ښځه کې د برابرۍ نیشتوالی او فرقه ییز تشدد په پاکستان کې له بشري حقونو سره تړلې ستونزې دي.

په دې رپوټ کې پر پاکستان له دې کبله هم نیوکې شوې دي چې خبریالان پکې ځورول کېږي او حکومت پر غونډو او تګ راتګ محدودیونه لګولي دي.

رپوټ وايي، په پاکستاني حکومت او پولیسو کې درغلۍ، جنسي تېري، کورنی تشدد او له مېرمنو او نجونو سره امتیازي چلن لا هم په دې ملک کې جدي ستونزې دي.

رپوټ کې د افغانستان په اړه ویل شوي چېد تشدد پراختیا، پر ملکي وګړو او په ځانګړي ډول پر حکومتي چارواکیو د وسله والو حملو، په زندانونو کې شکنجې او د زندانیانوپر حقونو تېري د اندیښنې وړ وضعیت رامنځ ته کړی دی.

د امریکا بهرنیوچارو وزارت وايي: تیرکال په افغانستان کې په عمومي ډول، د قانون حاکمیت ته پام نه دی شوی، پر بشري حقونو له کم شمېر تیريکوونکیو سره حساب شوي او له ښځو او نجونوسره امتیازي چلند او د هغوی پر حقونو تېری جاري و.

XS
SM
MD
LG