د لاسرسي ځای

تازه خبر

'له حزب اسلامي سره د سولې خبرو پرمختګ کړی'


د افغانستان د سولې عالي شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون
د افغانستان د سولې عالي شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون

د افغانستان سولې عالي شورا وايي، حکومت له اسلامي حزب سره چې ګلبدین حکمتیار یې مشري کوي، د سولې یو تړون ته نږدې شوی دی. د دې شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون د چارشنبې ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، د دواړو خواوو ترمنځ په خبرو کې زیات پرمختګ شوی او اختلافي مسایل دومره ډېره جنجالي نه دي.

د ښاغلي اوچقون په وینا، دواړه لوري به نن له غرمې مخکې سره وګوري او ښايي مطلوبې پایلې ترلاسه کړي.

نوموړي زیاته کړه، ډېر ژر به هغه مسایل چې حکومت او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ اسلامي حزب موافقه ورباندې کړې، خلکو ته اعلان شي.

مخکې داسې رپوټونه ورکړل شوي وو چې د ګلبدین حکمتیار اسلامي حزب په حکومت کې د څو وزارتونو غوښتنه کړې خو ښاغلي اوچقون يې په اړه خبرې و نه کړې.

د ګلبدین حکمتیار اسلامي حزب په حکومت کې د څو وزارتونو غوښتنه کړې.

ده تائید کړه چې له "تور لسټه" د ګلبدین حکمتیار نوم د ایستلو غوښتنه لري.

ښاغلي اوچقون ازادي راډیو ته وویل، حکومت دي د افغانستان د خلکو د استازي په توګه، له امریکا او ملګرو ملتونو وغواړي چې دې ټکي ته جدي پام وکړي.

عبدالخبیز اوچقون زیاته کړه:

"نړیواله ټولنه هم باید دا ژمنه ولري چې د وسله والو مخالفینو ځيني غوښتنې چې د افغانستان ۱۵کلن پرمختګ، اساسي قانون او ملي حاکمیت ته زیان نه رسوي، په نظر کې ونیسي."

په کابل کې د امریکا سفارت ازادي راډيو ته په خپل وروستي بریښنالیک کې، د حکومت او ګلبدین حکمتیار د سولې د خبرو هرکلی کړی او اسلامي حزب یې له افغانانو سره سولې ته هڅولی دی.

په دې اړه د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي کې د نړیوالو اړیکو استاد ودیر صافي وايي، که امریکا او نور غربي حکومتونه ډاډمن شي چې ښاغلی حکمتیار د سولې له بهیر سره یوځای کیږي، له "تور لسټه" د حزب اسلامي د یو شمېر مشرانو د نومونو ایستل ګرانه خبره نه ده.

ودیر صافي زیاته کړه:

"لکه څرنګه چې له طالبانو سره د سولې خبرې پیل شوي، په قطر کې له امریکا ځيني غوښتنې وکړې او امریکا د سولې په خاطر عملي کړې. فکر کوم چې امریکا هم بل میکانیزم نه لري، له ملګرو ملتونو سره به مشوره وکړي او که دوی سولې ته راضي شي او د سولې پروګرام د حکمتیار ومني، بیا یې له تورلسټه هم باسي."

د استاد ودیر صافي په وینا، د افغانستان په دولتي چوکاټ کې پر دې مسئله چې ګلبدین حکمتیار په سیاسي قدرت کې شریک شي، مخالفتونه شته خو ریښه یې د نویمې لسیزې په سیاسي او پوځي نښتو کې ده.

ښاغلي صافي دا هم وویل:

"امید دی چې له حکومت سره د حزب اسلامي تر یوځای کېدو وروسته به دا اختلافونه یوازې سیاسي رنګ واخلي."

د افغانستان سولې عالي شورا وايي، د ښځو او نارینه افغانانو ټولنیز حقونه، د بیان ازادي او د اساسي قانون درناوی هغه ټکي دي چې حکومت سره کرښه ورته ایستلې او د سولې په هېڅ خبرو اترو کې به یې جوړ جاړي ته وړاندې نه کړي.

د دې شورا مرستیال هیله څرګنده کړه چې له سولې سره د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ، د اسلامي حزب یو ځای کیدل ښايي د حکومت نورې مخالفې وسله والې ډلې هم سولې ته وهڅوي.

XS
SM
MD
LG