د افغانستان د سولې عالي شورا او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب استازي نن(پنجشنبه) په کابل کې خبرې له سره پیل کړي.
د افغانستان د سولې عالي شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون له مشال راډیو وویل چې په نننۍ غونډه کې به د سولې په اړه یوې مطلوبې نتیجې ته ورسیږي.
هغه تائید کړه چې اسلامي حزب له تورلسته د ګلبدین حکمتیار د نوم د ایستلو غوښتنه لري.
اوچقون وویل، حکومت دې د افغانستان د خلکو استازي په توګه، له امریکا او ملګروملتونو وغواړي چې دې ټکي ته جدي پام وکړي.