د لاسرسي ځای

تازه خبر

'بلوچستان صوبه په تعلیم کې تر ټول ملک شاته ده'


د پاکستان شماریاتومحکمې د یوې سروې ترمخهپه پاکستان کې له ۲۰۱۴ مه تر ۲۰۱۵ کاله تعلیمي شرح ۶۰ فیصده ښودل شوې ده. په پنجاب صوبه کې دغه شرح تر ټولو لوړه ده، په خیبر پښتونخوا کې پرځای ولاړه ښودل شوې، خو په سیند او بلوچستان کې تر ټولو ټیټه ښودل شوې ده.

د دغه سروې له مخې د بلوچستان صوبې تعلیمي شرح ۴۴ فیصده ده، او د تعلیم بجټ یې ۴۱ اربه روپۍ دی چې تر ټولو صوبو کم دی.

په بلوچستان کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو خېر ښېګړې ادارې یونیسف د تعلیم څانګې مشره پلوشه وایي، په دغه صوبه کې د بې وزلۍ او کم تعلیم بجټ له وجې لا هم ډېر ماشومان سکولونو ته نه ځي:

"د نورو صوبو په نسبت د بلوچستان ټول بجټ کم دی، بیا په قامي مالي کمیشن کې هم بلوچستان ته کمه ونډه ورکوي، نو چې دغه ټوله ونډه کمه شي، د تعلیم بجټ به هم کمېږي، څه نا څه ۱۳ لکه ماشومان په دغه صوبه کې سکولونو ته نه ځي، چې دغه یوه لویه شمېره ده."

د بلوچستان اطلاعاتو وزیر سردار رضا محمد بړېڅی وایی، د دوی حکومت د تعلیمي پرمختګ لپاره په یو شمېر پروژو کار کوي، خو دا لا ممکنه نه ده، چې یوه اداره او یا حکومت په دغه صوبه کې له سکولونو بهر د ماشومانو کره شمېره وښیې او یا د تعلیمې شرحې په اړه پوره مالومات ورکړي:

"ډېر پرمختګ شوی دې، په صوبه کې ډېر بند سکولونه او کالجونه پرانستل شوي دي، د ډېرو سکولونو درجې لوړې شوې دي، د ماشومانو شمېره پکې زیاته شوې ده، او د تعلیم عامه ولو او زیاتولو لپاره یو کمپاین چې د ټولنې، مدني ادارو او حکومت لخوا پیل شوی، پر دې کار کوي چې څنګه ماشومان سکولونو کې دا خل شي، پخوا په سکولونو کې د ماشومانو اندراج ۱۱ لکه وو، اوس دغه شمېر ۱۳ لکو ته رسېدلی دی."

په دغه سروې کې په بلوچستان کې د نجونو تعلیمې شرحې او په سکولونو کې د ښځو استادانو د کموالي په اړه هم خبرې شوې دي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د صوبایې اسمبلۍ غړې سپوژمۍ اڅکزۍ وایي، په صوبه کې د ځینو ټولنیزو مسلو له وجې هم په تېره د نجونو تعلیمي شرح ټیټه ده.

"په ښاري سیمو کې بیا هم نجونې تعلیمي ادارو ته تللی شي، خو په لیرې پرتو سیمو کې د ځینو ټولنیزو مسلو له وجې هم جینکۍ سکولونو ته نشي تللی، ډېری کورنۍ لا هم نه خوښوي چې لوڼه یې سکولونو او کالجونو ته ولاړې شي، او یا کار روزګار وکړي."

د پاکستان شماریاتو ادارې د سروې له مخې بلوچستان صوبه د تعلیمي شرحې، خلکو ته د بجلۍ سهولت او په نورو اسانتیاو کې هم تر ټولو وروسته ده.

XS
SM
MD
LG