د لاسرسي ځای

تازه خبر

'په پنجاب عملیاتو کې پښتانه خواريکښ ځورول کېږي'


د په پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې هم د وسله والو ضد عملیات کوي.
د په پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې هم د وسله والو ضد عملیات کوي.

د پارلیمان ځینې پښتانه غړي وايي، په پنجاب کې عملیات د ترهه ګرۍ خلاف نه بلکې د پښتنو پر ضد روان دي چې په خبره یې پښتانه خواريکښ پکې ځورول کېږي. بل پلو د دفاعي چارو کارپوهان وايي، دا د یو قام یا بل چا پر ضد نه دی دا یواځې د وسله والو پر ضد دی.

په اسلام اباد کې د نهې په ورځ د قامي اسمبلۍ په غونډه کې ځنې پښتنو غړیو وویل چې د لاهور پارک له پېښې وروسته چې په پنجاب کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې یواځې پښتانه خواريکښ او د پښتنو ښځې ځورول کېږي باید چې دا عمل زغرده ودورول شي.

له مشال راډیو سره په خبرو کې د جمعیت علما اسلام ف ډلې د قامي اسمبلۍ غړي جمال الدین وویل:

”یو تن ماته ډېر په درد سره خواست وکړو او یوه ویډیو يې راته وښودله چې پکې د پنجاب امنیتي اهلکار د یوې پښتنې ښځې تلاشي اخلي نو پر دې اساس ما په قامي اسمبلۍ کې دا خبره وکړه، چې په پنجاب کې اپرېشن د ترهه ګرۍ پر ضد نه بلکې د پښتنو پر ضد دی. هلته پښتانه راګېروي او پښتانه نیول کېږي او هغوی ترهه ګر ښکاره کوي. په پنجاب کې له پښتنو سره ډېر زیاتی روان دی او بیا په خصوصي توګه دا د پښتنو د دود دستور او کلتور پر ضد دی عمل دی چې نارینه د پښتو ښځو تلاشي اخلي. ځکه خو مېدې پر ضد په قامي اسمبلۍ کې غږ پورته کړو“

کله چې مشال راډیو په دې اړه په اسلام اباد کې د دفاعي چارو تجزیه کار له ریټایرډ لفټینېنټ جنرل طلعت مسوده وپوښتل نو هغه وویل که څه هم د عملیاتو مهال به ځینې پښتانه یا بل څوک نیول شوي وي خو د دې مطلب دا نه دی چې دا د پښتنو یا د یو بل قام پر ضد دی.

”دا یو ناسم تور دی او زهنه ګڼم چې دا د یو تنظیم یا یو قام پر ضد عملیات دي. په پنجاب کې داسې حالات دي او هلته چې کومې ډلې موجودې دي او هغوی خپل عملیات کوي او حکومتداري يې ننګولې ده نو د هغوی پر ضد روان دي. بله دا چې اول به دا ویل کېدل چې پوځ په پنجاب کې د وسله والو پر ضد عملیات نه کوي نو اوس پوځ دا وښودل چې دوی یو رنګ عملیات کوي او چرته چې ترهه ګر تنظیمونه موجود دي د هغوی پر ضد یې کوي“

مشال راډیو پر دې معامله بیا بیا د پنجاب قانون وزیر رانا ثناوالله او د وزیر اعلا له سلاکار زعیم قادري سره د هغوی په موبایل فون رابطه وکړه خو د ډېرو هڅو سره سره و نه شوه.

XS
SM
MD
LG