د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پښتونخوا کې د سیاسي ګوندونو د اتحاد په جوړولو موافقه


د پښتونخوا سیاسي ګوندونو پر مرکزي حکومت د فشار اچولو په موخه د سیاسي ګوندونو د اتحاد په جوړولو موافقه کړې ده.

د پاکستان او چین ترمنځ د اقتصادي لارې په جوړولو کې د پښتنو سیمو ګټو ته د نه پاملرنې په اعتراض کې به دغه سیاسي ګوندونه د پنجشنبې په ورځ د پېښور په جماعت اسلامي مرکز کې خپله لومړۍ غونډه کوي.

بل پلو د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحیل شریف د سېشنبې په ورځ په ګوادر کې د چین - پاکستان ترمنځ د اقتصادي لارې په موضوع سیمینار ته د وینا پر مهال وویل: په روان کال کې به د ګوادر او چین ترمنځ په اقتصادي لارې کارګو سرویس پیل شي.

نوموړي دا هم ویلي وو چې په سیمه کې د دښمن خفیه ایجنسۍ د دې پروژې مخالفت کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG