د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پنجاب کې ترافیکي پېښې ۱۹ کسان وژلي


د پاکستان د پنجاب ایالت چارواکي وايي په فیصل اباد کې د یوې ترافیکي ټکر په پایله کې ۱۹ کسان مړه شوي او ګڼ شمیر نور ژوبل شوي دي.

د محمد نعیم په نوم یو ځايي چارواکي ایسوسي ایټډ پریس ته وویل چې د بس او ټرک ترمنځ په دې ټکر کې مرمنو او ماشومانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

په پاکستان کې د سرکونو د خراب وضعیت او د ډرایورانو د بې احتیاطۍ له کبله وخت په وخت داسې حادثې مخې ته راځي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG