د لاسرسي ځای

تازه خبر

کونړ کې د افغان ځواکونو او وسله والو نښتې شوې دي


د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبیب سید خېل مشال راډیو ته وویل وسله والو مخالفینو د تېرې ورځې په څېر نن سهار بیا د سرکاڼو او مرورې ولسوالۍ پر امنیتي پوستو پنځه بجې په یو وخت بریدونه پیل کړل چې تر اوسه په کې په لسکونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ښاغلي سیدخېل زیاته کړ: “دښمن ۱۳ مړي او ۲۸ ټپیان لرې په وژل شویو او ټپیانو کې د مخالفینو مهم کسان هم شته، په جنګ کې یو سرتېری او یو ملکي وګړی ټپي شوي، موږ د مخالفینو له بریدونو خبر و او افغان ځواکونو يي د حملو شنډولو لپاره پوره چمتووالی درلوده."

قوماندان وايي، تر یو ولسو بجو په سرکاڼو او مرورې ولسوالۍ کې خال ډزې رواني وې او د غازي اباد او اسمار ولسوالۍ ترمنځ د سړک په اوږدو کې مخالفینو سره جګړه شوې خو چاته په کې ځاني زیان نه دی رسېدلی.

د کونړ د عامې روغتیا سرپرست ډاکټر احسان الله فضلي مشال راډیو ته وویل د سهار تر لسو ورته د سرتېرو او ملکي وګړو په ګډون اته ټپیان وروړل شوي.

هغه زیاته کړه “: موږ ته تر اوسه اته ټپیان راوړل شوي پنځه په کې سرتېري او درې ولسي وګړي دي، د څلورو حالت نازک دی خو په اسعداباد کې يې درملنه کېدای شي."

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد بیا مشال راډیو ته دعوه وکړه چې په سرکاڼو کې يي دوه پوستې نیولي او په دواړو ولسوالیو کې يي دولتي سرتېرو ته تلفات رسولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د سېشنبې په ورځ وسله والو طالبانو د عمري په نوم د پسرلنیو عملیاتو له اعلان سره سم د یاد ولایت په څو ولسوالیو کې پر امنیتي پوستو ډله ییز وسله وال بریدونه وکړل.

راپور: روح الله انوري

XS
SM
MD
LG