د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: ۲۱ ټنه نشه یي توکي وسوزول شول


د ننګرهار د امنیه قوماندانې په چوکاټ کې د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې مديريت ۲۱ ټنه بېلابېل نشه يي توکي وسوزول.

چارواکي وايي چې دغه نشه يي توکي يې د درېيو کلونو په دوران کې نیولي وي. نور حال د جلال اباد نه د مشال راډيو خبريال بازمحمد عابد په ريپوټ کې راکوي.

د ننګرهار چارواکو د سیشنبې په ورځ د افغانستان کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو د معینت د ځانګړو ځواکونو د پلاوي په وړاندې ۲۱ ټنه بېلابېل نشه يي توکي وسوزول.

د ننګرهار امنیه قوماندان جنرال فضل احمد شيرزاد د نشه يي توکي د سوزيدو پر مهال رسنيو ته وويل چې په دغه نشه يي توکو کې تېزاب او نور هغه کيمياوي توکي شامل دي چې د پوډرو په جوړېدو کې ترې کار اخيستل کيږي.

(( د ټول ولس د مبارزې او هڅو په نتيجه کې موږ نن مخدره توکي له منځه وړو، دا د تېرو درېیو کلونو لاسته راوړنې دي، په دې کې هيروين، چرس، تاریاک، الکولي توکي، تېراب او نور کیمياوي مواد چې د هيروينو په جوړولو کې ترې کار اخيستل کيږي، دا زموږ د ټولو امنيتي ارګانونو اقدامات دي چې د هغو په تر سره کولو دا مواد له منځه ځي.))

د ننګرهار د ولایتي شورا غړي ډاکټر ناصر کاموال له امنیتي چارواکو نه غوښتنه وکړه چې د جلال اباد ښار دننه د نشه يي توکو کاروباریان ونیسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.

(( هغه معلومات چې موږ ته رارسېدلي، د جلال اباد په ښار کې ځينې خلک دي چې په ځينو کورونو کې زموږ په ځوانانو پوډر خرڅوي. څنګه کولای شوو چې د دې مخه ونيسي، نو په دې برخه کې د قوماندان صیب او د ملي امنيت د ريس صیب توجه په جدي ډول باندې را اړوو، خدای دې وکړي چې په يوه هفته کې موږ د دې شاهدان اوسو چې د رسنيو له لارې واورو چې هغه چا چې ځوانانو باندې پوډر خرڅول، هغه نيول شوي.))

د ننګرهار والي سليم خان کندوزی هم په جلال اباد ښار کې د نشه يي توکو کاروبار مني خو په امنیتي ادارو غږ کوي چې عاملين يې ونيسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.

(( هغه اطلاعات چې زه لرم په جلال اباد کې يو شمير کورونو او دوکانونو کې په پټه او په خاص تاکتيک باندې کاروبار لري، چې دا زموږ د ځوانانو د تباهي يو باعث دی. نو جدي غوښتنه مې ده چې په دې برخه کې ډېر جدي اقدامات وشي، عاملين يې ونيول شي، هغه که په غټه کچه وي او که په وړه کچه.))

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د نشه يي توکو د معینيت د ځانګړ

نوموړی پر داسې مهال په ولس د کوکنار د نه کرلو غږ کوي چې د ننګرهار په اکثرو لیرو پرتو ولسواليو کې خلکو په خپلو ځمکو کوکنار کرلي دی. خو د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي چې د کوکنار د فصل د له منځه وړلو لپاره علملیاتي پلان په پام کې لري.

XS
SM
MD
LG