د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جوزجان کې درې وسله وال وژل شوي


د افغانستان د جوزجان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې په اقچه ولسوالۍ کې درې وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د جوزجان د والي ویاند محمد رضا غفوري د سېشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې په اقچې ولسوالۍ کې یې تصفیوي عملیات پيل کړي چې اوس هم جریان لري.

غفوري زیاتوي چې د عملیاتو په ترڅ کې تر اوسه درې وسله وال طالبان وژل شوي دي.

خو وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG