د لاسرسي ځای

سواتیان د کسټم قانون ضد راوتلي


په ټول ملاکنډ ډویژن کې د وفاقي حکومت لخوا د کسټم اېکټ نفاذولو پر ضد تجارتي اتحاديو کاربنديز اعلان کړی دی. په سوات کې په بشپړه توګه تجارتي مرکزونه او بازارونه تړل شوي دي. د دغو سیمو وکيلانو او شخصي تعليمي ادارو هم د دې نوي قانون پر ضد د تجارتي اتحاديو د ملاتړ اعلان کړی دی. د ملاکنډ ډویژن زياتره بازارونه، سکولونه، عدالتونه ا و يو شمېر حکومتي ادارې هم تړل شوي ول او د مينګورې په نشاط چوک کې يوه لويه احتجاجي ناسته وشوه چې د سياسي ګوندونو استازیو هم ګډون پکې وکړ. احتجاجیانو د کسټم اېکټ پرضد شعارونه ورکول او ویې ويل چې دا قانون به هيڅکله ونه مني. د نیاز احمد خان ویډيو

XS
SM
MD
LG