د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل کې مېشتو امریکایانو ته د بېداره اوسېدو غږ


په افغانستان کې د امریکا سفارت په دې هېواد کې امریکايانو ته په کابل ښار کې پر یو هوټل د وسله والو د احتمالي بریدونو په اړه خبرداری ورکړی.

په خبرداری کې ویل شوي چې پر ” سټار هوټل “ یې د احتمالي بریدونو په اړه راپورونه تر لاسه کړي دي.

په کابل کې د امریکا سفارت د ټویټر په پیغامونو کې له امریکایانو غوښتې چې دې ګواښ ته په پام دې له سټار هوټل له لرې اوسي، او په کابل کې نورو هوټلو ته د ورتلو پر مهال په ځانګړې توګه په لویو غونډو کې د ګډون پر مهال دې بېدار اوسي.

دا خبرداری په داسې حال کې ورکول کېږي چې د تير خالي په ورځ هم په کابل کې دوه راکټونه لګیدلې وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG