د لاسرسي ځای

په بغلان کې ګڼو وسله والو له جګړې لاس اخیستی


د افغانستان په بغلان ولايت کې د جندالله وسله والې ډلې ۱۶ کسان له افغان سولې بهير سره يو ځای شوي دي.

د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ د رسنیو مسوول ذبیح الله شجاع د دوشنبې ورځ آزادۍ راډيو ته وویل چې د ازبکستان اسلامي تحريک وسله والو سره ملګرې دغه ډلې له کلونو راهیسې په ياد ولايت کې تخريبي کارونه کول چې اوس يې د حکومت په هلو ځلو له جګړو لاس واخيست.

XS
SM
MD
LG