د هند په مالي مرسته جوړ شوی، د هرات سلما بند به راتلونکې مياشت کې افغان حکومت ته وسپارل شي.
د هرات والي ویاند جېلاني فرهاد آزادۍ راډیو ته وويل چې د هند سفیر پرون (یکشنبه) د هرات له والي محمدآصف رحیمي سره په کتنه کې ويلي چې د دې بند ټولې تخنيکي او تعميراتي چارې به ډير ژر پوره شي.
چارواکي وايي سلما ډيم به د څه باندې اتیا زره هکټاره زمکې خړوبولو ترڅنګ، شاوخوا دوه څلوېښت میګا واټه برېښنا پيدا کوي.