د لاسرسي ځای

تاپي ګېس پروژه د عملي کېدو وړ ده؟


د پايپ لاين نقشه

د پايپ لاين نقشه

د اسيا ترقياتي بينک تر څنګ افغان او پاکستاني چارواکي هم د تاپي په نامه هغه ګيس پايپ لاين پروژې پېلولو ته په تمه او خوشاله دي چې له ترکمنستان څخه افغانستان، پاکستان او هندوستان ته ګيس ورکوي. ټولو خواوو دا پروژه د انرژۍ د ضرورتونو لپاره مهمه بللې ده خو آيا روانو بې امنيوو ته په کتو سره به عملي شي؟

اسيا پرمختيايي بانک تېره ورځ وويل چې له ترکمنستانه تر هنده يې د ۱۶۰۰ کيلومتره ګېس نللیکې (پايپلاين) غځولو دې پروژې په اړه سروی او د لارې د معلوماتو لپاره دوه سوه ميليونه ډالر ورکړي. د دې ادارې د خبرپاڼې تر مخه کله چې سروی وشي نو د پايپ لاين غځولو عملي کول به درې کاله وخت ونيسي.

د دې پايپ لاين ډېره برخه له افغانستان او پاکستانه تېريږي. دا په داسې حال کې ده چې دواړو ملکونو کې دا مهال حالات ښه نه دي او وسله والو خپلو بريدونو ته دوام ورکړی.

افغانستان کې به دا پايپ لاين له هرات ولايت پيليږي. دغلته د والي وياند جيلاني فرهاد تېره ورځ ازادۍ راډيو ته ويلي وو چې د دې پروژې لپاره د امنيت پوره تياری لري.

تر ټولو لوی امنيتي ګواښ طالبان دي. طالبان خو پخپله څه شی نه دی. دوی د پاکستان پوځ جوړ کړي دي نو د دې پروژې د عملي کېدو لپاره بايد د پاکستاني پوځ سره خبره وشي.

په اسيا پرمختيايي بانک کې د مرکزي اسيا او غربي اسيا هېوادونو مشر، شان او سوليوان رويټرز خبري اژانس ته ويلي چې غواړي افغانستان کې دا پروژه په وړو وړو برخو تقسيم شي چې ځايي شرکتونه يا کمپنيانې يې د امنيت په ساتلو سره په سمه توګه عملي کړي.

څو مياشتې مخکې د پاکستان د دفاع وزير خواجه آصف له بي بي سي سره په خبرو کې ويلي وو چې د تاپي ګېس پروژې د امنيت ټينګولو لپاره به افغان طالبانو سره خبره کوي او پر هغوی به خپل اغېز کاروي.

په اسلام اباد کې د اقتصادي چارو کارپوه اکرام هوتي وايي که د پاکستان پوځ وغواړي نو دا پروژه کاميابېدلی شي.

((تر ټولو لوی امنيتي ګواښ طالبان دي. طالبان خو پخپله څه شی نه دی. دوی د پاکستان پوځ جوړ کړي دي نو د دې پروژې د عملي کېدو لپاره بايد د پاکستاني پوځ سره خبره وشي.))

د تاپي ګېس د لسو بيليونو ډالرو دې پروژې له لارې به له ترکمنستانه افغانستان، پاکستان او هند ته هر کال دري ديرش بيليونه کيوبک ميټر ګيس ځي.

د امنیتي چارو کارپوه، پخوانی جنرال عتیق الله امرخېل وايي له پروژې ګټه اخيستونکي ټول هيوادونه بايد د دې پايپ لاين د خوندي ساتلو لپاره په خپلو خپلو هيوادونو کې امنيتي ځواک جوړ کړي.

((ځانګړي ځواکونه بايد وروزل شي تر څو د دې پروژې امنيت وساتي. دا هم کيدای شي لکه د پخوا په شان طالب وسله والو ته باج ورکړل شي چې د ګيس پر دې پايپ لاين حملې ونه کړي.))

ياده دي وي چې افغان حکومت طالبانو سره سياسي روغې جوړې ته رسيدو لپاره د پاکستان په منځګړتوب د مذاکراتو کولو کوشش کوي خو لا تر اوسه پکې ډېر پرمختګ نه دی شوی.

XS
SM
MD
LG