د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان او افغانستان کې زلزله وشوه


پخوانی انځور
پخوانی انځور

د افغانستان او پاکستان ډیری سیمې د یکشنبې په ورځ یوې زورورې زلزلې ولړزولې. د امریکا د جیولوجي سروې ادارې ویلي چې د زلزلې کچه د مقیاس په درجې ۶ اعشاریه شپږه او مرکز یې د پاکستان چترال سیمه وه.

د امریکا د دغې ادارې د راپور له مخې دغه زلزله د ځمکې لاندې په ۲۱۰کیلو مترۍ ژوروالي رامنځ ته شوې.

د مشال راډیو خبریالان خبر راکوي چې په اسلام اباد، پېښور، نوښار، مردان، دیر، سوات، بونیر ، چترال او نورو سیمو کې خلک د زلزلو له وجې له کورونو بهر راوتلي وو.

په یادو سیمو کې تر دې وړاندې هم زورورې زلزلې راغلي چې خلکو ته یې د سر او مال زیانونه ور اړولي دي.

له سوات نه د مشال راډیو خبریال راپور راکوي چې د زلزلې له کبله دوه کسان مړه شوي او ۱۱ نور ژوبل شوي دي.

په بره دیر کې د مشال راډیو خبریال وايي په ډوګ دره سیمه کې دوه ماشومان او یوه مېرمن د راپریوتي کور د ملبې لاندې ایسار پاتې دي. ځايي خلک د دغو کسانو د راویستلو هڅه کوي.

د بونیر په کړاکړ سیمه کې د زلزلې له کبله د یو تن د مړ کېدو او د بل د ژوبلېدو راپور مو هم ترلاسه کړی دی.

د پېښور بیلا بیلو روغتونونو ته په زلزله کې معمولي ژوبل شوي ۹ کسان هم د درملنې لپاره رسول شوي دي.

بل لورته د افغانستان له طبیعي پېښیو سره د مبارزې د ادارې یوه مسئول محمد اسلم سیاس مشال راډیو ته وویل چې دا زلزله د افغانستان په وخت شاه خوا درې بجې وشوه.

ښاغلي سیاس زیاته کړه چې په ولایتونو کې یې اړوندو ادارو ته لارښوونه کړې څو د زلزلې له امله د اوښتو احتمالي زیانونو په اړه معلومات راټول کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG