د لاسرسي ځای

تازه خبر

اصف خان د ارباز په واده خوشاله نه دی


اصف خان د ارباز په واده خوشاله نه دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:25:29 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د پښتو فلمونو پېژندل شوی ستوری اصف خان وايي زوی یې اربازخان په خپله خوښه د یوې فلمۍ نجلۍ سره واده وکړ او دی په دې کار خوشاله نه دی. نوموړی وايي، ارمان یې و چې کور ته یوه پښتنه نګور راولي، خو ارباز په تنکۍ ځوانۍ کې پر رنګینیو مین شو. اصف خان وايي د خپل لومړي فلم دره خېبر نه یې درې زره روپۍ معاوضه اخیستې وه چې هغه مهال دا پیسې ښې ډیرې وې، ځکه چې د یو ښه ګاډي بیه هغه وخت اوه زره روپۍ وه. اصف خان وايي پر پښتو فلمونو نیوکې ډېرې کېږي، خو دا چې دده په وینا زمانه اوس ډېره بدله شوې او د ( اوربل ) او ( دیدن ) په شان فلمونه د خلکو پام ځان له نشي اړولی، نو د پښتو فلمونو جوړونکي هم د حالاتو مطابق فلمونه جوړوي. اصف خان وايي په پښتو فلمونو کې د ټوپک د کلتور نه دی هم ستړی دی او ددوی د خپل پروډکشن نه چې کوم فلمونه جوړیږي، دوی پکې هڅه کوي چې که د جنګ انځورګري هم کول وي نو لاس په لاس جنګ دې وړاندې کړي. اصف خان زیاتوي چې له وړوکوالي نه یې ارمان و چې په فلمونو کې کار وکړي او خپل مراد ته د رسیدو لپاره یې په مزارونو دعاګانې غوښتې دي. دی وايي شهرت الله پاک هغه کس ته ورکوي چې ورته نږدې وي. اصف خان وايي هندي فلمونه ځکه ښه وي چې هلته پر فلمونو په میلیونونو روپۍ لګښت راځي او دلته د پښتو یو فلم په شپېته اویا لکه روپۍ جوړېږي، نو ځکه پاکستاني فلمونه هېڅکله د هندي فلمونو مقابله نشي کولی. د پښتو فلمونو دغه نامتو ستوری وايي د پښتو فلمونو صنعت مخ په ختمېدو دی، ځکه چې په پښتونخوا کې ځای په ځای سینماګانې وې، خو اوس یواځې په مردان او پېښور کې سینماګانې پښتو فلمونه وړاندې کوي. د پښتو فلمونو د دغه نامتو ستوري سره د مشال همکار بشیرګواښ خبرې کړې دي، چې دلته یې اورېدلی شئ.

XS
SM
MD
LG