د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې د شکرې ناروغي زیاته شوې


د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د شکرې د ناروغۍ نه خلک خبروي
د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د شکرې د ناروغۍ نه خلک خبروي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د شکرې د ناروغۍ له زیاتوالي خبر ورکوي او وايي چې د افغانستان په ګډون دا ناروغي په نړۍ کې د پراختیا په حال کې ده.

د دغه وزارت مرستیال احمد جان نعیم په کابل کې د روغتیا د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې وویل، په افغانستان کې پنځه دیرش فیصده خلک د غیر ساري ناروغیو له امله هر کال مړه کیږي چې ۳ اعشاریه ۷ فیصده یې د شکر ناروغیو له امله وي.

دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا نړیوال سازمان د تخمیني راپور په اساس په ۲۰۳۰ میلادي کال کې به په نړۍ کې د مړینو اوم علت د شکرې ناروغۍ وي.

خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د دغې خطرناکې ناروغۍ د مخنیوي لپاره یې یو لړ ځانګړي پروګرامونه په پام کې نیولي دي.

XS
SM
MD
LG