د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د ماحولیاتي بدلون تر اغېز لاندې


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

په پاکستان کې د ماحولیاتو ماهرین وايي، ماحولیاتي بدلون د دغه هیواد لپاره یوه لویه خطره لري، او بیا خیبر پښتونخوا او شمالي سیمې د سېلابونو له وجې تر ټولو زیات متاثره شوي دي. د بارانونو په وروستۍ لړۍ کې هم د قدرتې افتونو د نظم مرکزي اداره وایي تر ټولو زیاته مرګ ژوبله په خیبر پښتونخوا کې مخې ته راغلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې، د ۲۰۱۰ م کال راهیسې په خیبر پښتونخوا او د پاکستان په نورو شمالي سیمو کې د قدرتي افتونو له وجې زیات شمېر کسان مړه شوي دي، په لسګونو ودانۍ او کورونه ړنګ شوي او د خلکو کار روزګار هم متاثره شوی دی.

یو سیلاب ځپلی
یو سیلاب ځپلی

امریکایۍ مجله فارن پالیسي په خپل یو رپوټ کې لیکي، مالوحولیاتي بدلون د پاکستان لپاره د ترهګرۍ نه هم زیات خطر لري، ځکه چې د زرګونو خلکو ژوند او کار روزګار متاثره کولی شي.

د پېښور پوهنتون د ماحولیاتو د څانګې مشره ډاکټره بشرا خان وایي، خلک ځنګلونه او ونې بوټې کټ کوي،د اوبو خیال نه ساتي، او اوس په شمالي سیمو کې هم هغسې یخوالی پاتې نشو څنګه چې به پخوا و ، او دا هر څه د ماحولیاتي بدلون یوه نښه ده:

« په غرئېزو سیمو کې خلکو د ځنګولونو زمکې، کرکیلې ته واړولې، دوی داسې فکر کوي چې دغه به زیاته ګټه وکړي، خو دې سره دوی د کاربن ډایې آکسایېډ ګېس د جذبولو کارخانې یعنې ونې بوټي هم ختم کړل، چې دغه یې یو لویې نقصان دی. »

د سوات د ماحولیاتو د تحفظ یوه ټولنه چې په ملاکنډ کې په ماحولیاتي مسئلو کار کوي، وایي د سیلابونو او بارانونو له وجې نه یواځې د سوات او شانګلې ولس ته تر ټولو زیات تاوانونه رسیدلې دي بلکې په دغو سیمو کې د څښلو د پاکو اوبو مسئله هم باید له پامه ونه غورځول شي. د دغه ټولنې یو ځایي مشر پروفیسر فضل سبحان وایي، حکومتونه د ماحولیاتي بدلونونو له وجې پیدا شویو مسئلو ته هېڅ پام نه کوي:

« چېرته چې حفاظتي ګامونه ندي پورته شوي، هلته زیات نقصانونه شوي دي، لکه په سوات کې د مدین یوه دره چې چېل دره نومیږي، هلته سیلابونو پلونه وړي دي،بیا په شانګله کې هم زیات نقصانات شوي دي، خلک راروان وخت ته نه ګوري او نه حکومت د ماحولیاتو او ځنګلونو د تحفظ لپاره څه کار کوي. »

د پېښور پوهنتون د ماحولیاتو د څانګې مشره ډاکټره بشرا خان دا هم وایي چې د کنګلزارونو د ویلي کېدو سره د سیلابونو خطره زیاته شوې، او باید حکومتونه او ولس له وړاندې نه دې مسئلې ته پام وکړي:

« د ماحولیاتي او موسمي بدلون سره ساینسدانان دا هم وایي چې د واورې لوی ګټان یاګلیشیرز به له وخت نه مخکې ویلي کیږي، چې پکې همالیه هم شامله ده، او پر دغې کې پاکستان هم راځي، نو دغه یو خطرناک صورتحال جوړیدای شي. »

په ماحولیاتي بدلونونو یو کارکونکی عادل ظریف بیا وایي د دغو بدلونونو یوه بله مسئله چې د ولس او حکومت له پامه غورځیدلې ، د څکلو د پاکو اوبو د کمیدو هم ده.

بلخوا ډپلومیټ مجله لیکي د ۲۰۱۰ ، ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ په سیلابونو کېڅه د پاسه درې زره کسان مړه شول، او خلکو ته، تر ۱۶ بلیونو ډالرو پورې تاوانونه ورسېدل، چې تر ټولو زیات تاوانونه په خیبر پښتونخوا کې خلکو ولیدل.

XS
SM
MD
LG