د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سوات یو پخوانی ناظم جمشېد علي خان ووژل شو


پخوانی ناظم جمشید علي خان
پخوانی ناظم جمشید علي خان

د سوات د منګلور پولیس وايي یو ځايي مشر جمشید علي خان د نامعلومه وسله والو په ډزو کې وژل شوی دی. نوموړی د عوامي نیشنل ګوند غړی او پخوانی ناظم و.

د منګلور تاڼې د پولیسو مشر فیاض خان وايي یاد مشر په تیلیګرام سیمه کې د یو نوي سکول د ودانۍ د جوړولو د پروژې په لیدلو بوخت و چې وسله والو پرې ډزې وکړې او ویې وژلو.

« ده د سکول د کار څارنه کوله، د سکول د جوړولو ټیکه یې اخیستې وه. دوه کسان راغلل یو ورسره په خېر راغلی وکړ او بل پرې ډزې وکړې.»

په سوات کې د عوامي نیشنل ګوند یو مشر شېرشاخان مشال راډیو ته وویل چې جمشیدعلي خان په سوات کې د امن د ټينګولو لپاره ډېرې هلې ځلې کولې. نوموړي پر صوبايي حکومت نیوکه وکړه چې د مشرانو د ژوند او مال حفاظت کې پاتې راغلی دی.

دی زیاتوي:

« دلته ډېر لوی اپریشن شوی دی، له هغې وروسته دا ډول پېښې مخې ته راتلل، یوه ډېره خطرناکه خبره ده. دا د صوبايي حکومت کمزوري ده، دا د دوی نا اهلي ده چې امنیت نشي ټینګولی. »

په سوات کې د پولیسو ترڅنګ پوځ هم د امنیت د ټینګولو لپاره موجود دی، خو ددې باوجود هم وخت په وخت ځايي مخور مشران د وسله والو لخوا په نخښه کیږي. د جمشید علي خان د وژلو مسولیت تحریک طالبان پاکستان ویاند محمد خراسانې قبول کړی دی.

XS
SM
MD
LG