د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کندز کې ۴ ځانمرګي برید کوونکي نیول شوي


د افغانستان د کندز سیمه ییز چارواکي وايي، هغه څلور کسان یې نیولي چې غوښتل یې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې ځانمرګي برید وکړي.

د کندز د والي ویاند عبدالواسع باسل د شنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل دغه کسان د ملي امنیت د ځواکونو له خوا نیول شوي، خو دا جزیات یې ورنه کړل چې څه وخت او په څه ډول.

دا هم معلومه نه ده چې نیول شوي برید کوونکي د وسله والو مخالفینو په کومې ډلې پورې اړوند وو.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG