د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوهستان کې تر ځمکې لاندې شوي ۲۳ کسان مړه اعلان شو


د خېبر پښتونخوا په کوهستان ضلع کې د ملبې لاندې ګېر ۲۳ کسان مړه اعلان شوي دي.

د کوهستان ځایي پوليسو د شنبې په ورځ خبري رسنېو ته ويلي دي چې د کوهستان د لرې پرتې سيمې کنديا په اتهوره مقام يوه اوونۍ مخکې د ځمکې خويدو له امله د يو کلي ۲۹ کسان د ملبې لاندې ګېر شول چې د ځايي خلکو په مرسته څلور کسه ژوبل او دوه مړي راويستل شول.

د چارواکو په خبره د جمعې په ورځ د سيمې صوبايي اسمبلۍ غړي عبدالستار خان له مقامي عالمانو سره تر مشورې وروسته باقي پاتې ګېر۲۳ کسان مړه اعلان کړل او د هغوی جنازې يې هم وکړې.

ياده دې وي چې په خېبر پښتونخوا کې د روانو بارانونو له کبله په لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG