د لاسرسي ځای

زاخېلوال: د څلور اړخیزو خبرو پنځمې غونډې نېټه او ایجنډا به وټاکل شي


په اسلام اباد کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال

په اسلام اباد کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال

کابل: په پاکستان کې د افغانستان سفیرحضرت عمر زاخېلوال وايي، له طالبانو سره د افغان حکومت د سولې خبرو اترو په اړه د څلور اړخیزو غونډو د بیا پيل دقیقه نېټه او اجندا به وټاکل شي.

حضرت عمر زاخېلوال ویلي چې دا پرېکړه به کابل ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د سفر پر مهال وشي کوم چې د شنبې په ورځ هلته تللی دی.

حضرت عمر زاخېلوال څرګنده کړه چې د پينځمې، څلور اړخیزې غونډې پر اجنډا او نېټه یې د چین له استازي خبرې کړې دي.

حضرت عمر زاخېلوال زیاته کړه ، تر اوسه هیڅ پریکړه نه ده شوې خو پينځمه غونډه ښايي د اپریل په پای یا د مې په پیل کې وشي."

زاخېلوال دا خبرې پرون جمعه په اسلام اباد کې د جناح انسټیټیوټ له خوا د له ژمي تر بهاره د افغانستان په اړه په بحث کې تر ګډون وروسته وکړې.

په دې بحث کې د پاکستان د وزیراعظم د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز هم ګډون کړی وو.

سرتاج عزیز په دې غونډه کې خبرداری ورکړ چې د افغان حکومت او طالبانو د سولې د خبرو د پيل لپاره هڅې باید له شرط ، مهالوېش او ضرب الاجل سره ونه تړل شي.

سرتاج عزیز په دې اړه چې یو شمېر افغانان پر پاکستان شک لري چې د سولې د مذاکرو د بریالیتوب لپاره هڅې کوي، وویل چې په اوسمهال کې باید ټوله پاملرنه د مذاکرو د بیا پيل ته وشي نه د دې بهیر د شنډولو لپاره هڅو ته.

ده ټینګار وکړ چې هېواد یې د سولې په مذاکرو کې له افغانستان سره مرسته کولای شي خو دوی پر طالبانو حکم نه شي چلولاي.

XS
SM
MD
LG