د لاسرسي ځای

تازه خبر

'اېف سي آر ډېر وځورولو، نور یې نشو زغملای'


د خېبر اېجنسۍ لواړګي یو مشر قیوم اپرېدي د اېف سي ار قانون له کبله ۲۷ میاشتې بند تېر کړي
د خېبر اېجنسۍ لواړګي یو مشر قیوم اپرېدي د اېف سي ار قانون له کبله ۲۷ میاشتې بند تېر کړي

د خېبر وليخیلو شاهد اپرېدی وایي، ''موږ نور دغه نظام نشو برداشتولی او د دې پرضد به مبارزه کوو''

د خېبر اېجنسۍ خلک وایي، د انګریز مهال نظام اېف سي آر له لاسه ډېر ځپل شوي دي، نور دې دغه نظام له منځه یووړل شي. دوی وایي، د اجتماعي زمه وارۍ له قانونه ډېر تنګ دي او اوس هم د یو تن ملزم پر سر پولیټیکل انتظامیه ټوله قبیله ځوروي او مالي زیان هم ورته رسوي.

د خېبر اېجنسۍ لواړګي یو مشر قیوم اپرېدی مشال راډیو ته وایي:

(اېف سي آر له خپله جایداده محرومه کړم او ډېره موده مې په حوالاتونو کې تېره کړه. یو پخواني سېنېټر په سپارښتنه پولیټیکل چارواکو په حوالات کې بند کړم. او د باړې په حوالات کې مې په هاړ پشکال کې د پکي پرته په یوه وړه کوټه کې اووه ویشت شپې تېرې کړې دي. په دې کوټه کې اتلس تنه ول او دومره ټیټه کوټه وه چې هر څه به مو پکې په ناسته کول. ولاړېدو ته یې نه پرېښودلو، نو مجبوره شوم چې د خپل جایداد په کاغذونو مې ورته دستخط وکړ نو بیا یې پرېښودم، دغه نظام دې نور ختم کړل شي))

او د خېبر اېجنسۍ د جمرود یو زده کونکی ساجد اپرېدی وایي، چې(( څه وختمخکې زموږ پهتورخېلو قبیله کې د ناامنۍ یوه پېښه شوې وه او د قبیلې هر تن یې ونیولو او زه کالج ته روان وم چې خاصه دارو ونیوم او په حوالات کې یې بند کړم، نو ما فکر کاوه چې دا څنګه نظام دی چې زه له یوې پېښې خبر هم نه یم او په حوالات کې یې بند کړم، پکار ده چې څوک جرم وکړي چې یوازې هغه ونیسي، ما ورته وویل چې زه یو زده کونکی یم خو دوی نه پرېښودم))

د خېبر وليخیلو شاهد اپرېدی وایي، چې(( موږ نور دغه نظام نشو برداشتولی او د دې پرضد به مبارزه کوو))

په دوه زره او یولسم کال کې د پاکستان پیپلز پارټۍ د حکومت په وخت په اېف سي آر کې بدلونونه وشول او پولیټیکل چارواکو ته وویل شول چې د یو تن ملزم پر سر به ټوله قبیله نه نیسئ بلکې یوازې د یو ملزم د کورنۍ غړي به نیسئ، او ملزم به په ۲۴ ساعته کې دننه عدالت ته وړاندې کوئ خو د خېبر خلک وایي، تر اوسه دغه اصلاحات نه دي عملي شوي:

بل پلو بیا د پاکستان وزیرا عظم په دې وروستو کې د فاټا د اصلاحاتو لپاره یوه کیمټي جوړه کړې ده او د باجوړ، مومندو، شمالي وزیرستان، کورمې، اورکزیو او د خېبر اېجنسۍ دورې یې کړې دي د خلکو رایې یې اخیستې دي.

قبایلي پارلماني سیاسي ګوندونو مشرانو وکیلانو او زده کونکیو ورته د اېف سي په مکمله توګه د ختمولو او فاټا په خېبر پښتونخوا صوبه کې د شاملولو رایې ورکړې ده خو بیا ځینې قومي مشران د زوړ نظام د برقرار ساتلو په دریځ کلک ولاړ دي، او د اېف سي آر دفاع کوي.

خو دغه کمیټۍ وایي، د قبایلی ولس د رایې راغونډولو پس به د دوی په خوښه د قبایلي سیمو د ایني حېثیت بدلون په اړه حتمي پرېکړه کوي.

XS
SM
MD
LG