د لاسرسي ځای

تازه خبر

تهران د شام او یمن بحرانونو ختمولو هڅو برخه دې وشي


د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کیري پر تهران غږ کړی چې د شام او یمن بحرانونو ختمولو هڅو برخه دې شي.

نوموړي تېر مازیګر په ماناما کې له خپل بحریني سیال شیخ خالد بن احمد الخلیفه سره په خبري غونډه کې پر ایران تور پورې کړ چې د خلیج په عربي هېوادونو کې تاوتریخوالي ته لمن وهي.

تهران تل له دې توره انکار کړی چې ګواکې د سیمې بې ثباته کولو هڅې کوي بلکې برعکس یې پر سعودي عرب او متحدانو تور پورې کړی چې په یمن کې د بمباریو او په شام کې د ولسمشر بشار الاسد مخالفانو ملاتړ له لارو یې کړکېچ ژور کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG