د لاسرسي ځای

تازه خبر

داعش ډلې په شام کې د سېمټو کارخانې ۳۰۰ کارکوونکي تښتولي


د شام دولتي ټیليوېژن تېر ماښام وویل، د اسلامي دولت وسله والو د دمشق په شمال ختیځ کې د سېمټو کارخانې شاوخوا ۳۰۰ کارکوونکي تښتولي دي.

وسله والو روانه اوونۍ پر یاده سیمه حملې پیل کړې وې. شامي ټیليوېژن د صنعتونو وزارت په حواله وویل، د البدیه په نوم د سیمټو شرکت کارکوونکي له یوه وړوکي ښار سره نېږدې له سیمې وړل شوي.

د شام بشري حقونو څار لندن مېشته ادارې مخکې ویلي ول چې د اپرېل پر پینځمه پر کارخانې د اسلامي دولت وسله والو تر حملې وروسته له ۱۵۰ څخه تر ۲۵۰ پورې کارکوونکي ورک دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG