د لاسرسي ځای

د کراچۍ ښار له شفيق موړ سره نزدې په يوه ګاډي نامعلومه وسله والو ډزې کړي چې پکې پلار او زوی دواړه ووژل شول.

د پوليسو په وينا چې په دغه پېښه کې يو تن ژوبل شوی هم دی چې پېژندګلو يې د هاشم رضوي په نوم شوې ده.

د وژل شویو په اړه پوليس وايي چې شاهد حسېن او سجادحسېن په خپل ګاډي کې روان ول چې دوه موټرسایکل سورو پرې ډزې وکړې.

بل اړخ ته راپورونه وايي، چې په کراچۍ ښار کې حساسه ادارو خبر ورکړی چې راتلونکې اته څلوېښت يا دوه اويا ګنټو کې د ترهه ګرۍ لويه پېښه رامنځ ته کېدای شي او په دې لړ کې امنيتي ادارو ته د کلک ګام اخیستو ويل شوي دي.

راپورونه د حساسه ادارو په اړه وايي چې په دغه ممکنه حمله کې د اوبو ټېنکر کې د باروتو راوړلو اندېښنه ده

XS
SM
MD
LG