د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملي ثبات په ننګرهار کې دفتر پرانیست


د ملی ثبات ټولنې په جلال اباد کې دفتر پرانیست او د قومي مشرانو، مدني فعالانو او د ولایتي شورا له يو شمېر استازو يې يوه شورا جوړه کړه چې په ننګرهار کې بهد غونډو په جوړولو سره خلکو ته د سولې او ثبات په اړه پوهاوی ورکوي.

د ملي ثبات ټولنه چې مشري يې د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کميسيون د دارالانشاه پخوانی مشر ضیاالحق امرخيل کوي، کابو يو نيم کال د مخه يې په فعاليت پيل کړی، په بېلابېلو ولایتونو کې د غونډو په جوړېدو سره د سولې او ثبات په اړه ولس ته پوهاوي ورکوي، د پنجشنبې په ورځ يې په جلال اباد کې هم ولایتي دفتر پرانیست او په کار يې پيل وکړ.

د دفتر د پرانستې پر مهال د ملي ثبات ټولنې مشر ضیاالحق امرخيل په خپلو خبرو کې د یادې ټولنې مهم اهداف په ګوته کړل. نوموړي وويل:

(( د ملي قبات د مهمو اهدافو څخه يو دا دی چې سولې ته کار وکړي. د مهمو اهدافو څخه يې يو دا دی چې ثبات ته کار وکړي. له مهمو هدفونو څخه يې يو دا هم دی چې په حکومت فشار راوړي، ولسونه متوجه کړي تر څو هغه وعده چې موږ سره ولسمشر کړې چې وه چې زه به امن راوړم، نو بناً موږ باید فشار وارد کړو، په حکومت باندې او نړيوالو باندې غږ وکړو چې موږ تر هر څه وړاندې امن ته ضرورت لرو.))

په دغه غونډه کې په ګڼ شمېر قومي مشرانو او ځوانانو سربېره د ننګرهار د ولایتي شورا ګڼ شمېر غړو هم برخه اخيستې وه چې د ولس په استازولۍ د ولایتي شورا مرستيال ډاکټر لعل محمد دراني د ملي ثبات ټولنې له اهدافو ننګه او ملاتړ وکړ.

(( امرخيل صیب په ځوانانو کې ستاسو خوځښت محبوبيت لري. موږ د مشرقي ځوانان او په ځانګړې توګه په نورو ولایتونو کې چې زموږ دوستانو هم همنظره وي، بیدون له دې نه چې تاسو يې ورته وواياست، ستاسو د ملي ثبات ټولنه به منزل ته رسيږي، انشاالله موږ درسره يو.))

قومي مشر حاجي دل اغا په خپلو خبرو کې وویل، هر هغه قدم چې د افغانستان د سوکالۍ او بهبود لپاره پورته کيږي، دوی يې ملاتړي دي.

((دا د پښتنو حق دی، دنیا په اميد باندې خوړل کيږي، کله چې داسې حالت راځي، نو موږ به د خپل حق نه دفاع کوو، هره هغه قدم چې د افغانستان د ثبات، بهبودۍ او ابادۍ په ګټه وي، زه د هغې تاييد کوم او د هغې ملاتړی یم.))

د ملي ثبات ټولنې مسوولين وايي چې دغه يوه غير سیاسي، غير انتفاعي او ناپېيلي ټولنه ده چې تر دې وړاندې يې په کابل، خوست، لوګر، کندوز، ميدان وردګ، لغمان او کونړ ولایتونو کې خپل ولايتي دفترونه پرانستي او په پام کې لري چې د روان لمريز کال تر اخره پورې تر شلو پورې ولایتونو کې دفترونه پرانيزې چې په دې وتوانيږي چې د سولې او ثبات د راوستو په لار کې ولس د ځان ملګری کړي.

XS
SM
MD
LG