د لاسرسي ځای

د خېبر ایجنسې په باړه کې د تره ګرۍ په بېلا بېلو پېښو کې په لسګونه ولسي وګړي وژل شوي او ژوبل شوي دي، او ځينې خلک یې بیا د وسلوالو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د نښتو په مهال په مارټر ګولو لګیدلي دي.

په دې کې د ځینو وژل شویو او ژوبلو کسانو د کورنې غړي وایی چې چې تر اوسه ورته حکومتي معاوضه نه ده ملاو شوې.

دوی وایی باید حکومت د دوی حال واخلي او معاوضې ورته ورکړي.

د باړې یو مشر محبوب خان اپریدې مشال ریډیو ته وویل:

(له مماڼې سیمې زموږ پر کور ګوله باري وشوه او دوه لمسيان مې پکې ووژل شول، ډېره موده وشوه د پولیټیکل چارواکو په دفترونو کې عریضې ورکوم خو تر اوسه یی راته معاوضه نه ده ملاو شوې)

د باړې کمرخېلو یو بل مشر محمد امین اپرېدې مشال راډيو ته وویل:

(په باړه کې په نښتو کې په سلګونه خلک وژل شوي او ژوبل شوي دي. د ځینو متاثره شویو کورنیو چېکونه راغلي خو ځینې کورنیو ته اوس هم نه دی ملاو شوي. زموږ د کلي فضل ربي په تیرا تختکي چاودنه کې ژوبل شوی دی، له یوه کاله ځي راځي خو چېک ورته ملاو نه شو، حاجي وارث د تیرا په ځانمرګي برید کې وژل شوی و، تر اوسه یې کورنۍ ته معاوضه نه ده تر لاسه شوې)

د خیبر ایجنسۍ د باړې متاثره شویو کورنیو د مالي مرستې په باب مو چې کله د باړې پولیټیکل تحصیلدار شمس الاسلام سره خبرې وشوې نو دوی وویل:

(داسې ډيرې متاثره شوې کورنۍ شته چې تر اوسه ورته دغه مرسته نه ده ملاو شوې، خو موږ په دې لړ کې د دوی یو جدا فهرست یو ځل بیا فاټا سیکریټرېټ ته لېږلی دی، او چې څوک له دې فهرسته پاتې وي نو له موږ سره دې رابطه وکړي))

امنیتي چارواکي وایي، باړه له یوې اوږدې مودې پس له وسلوالو پاکه کړې ده او زیاتره بې کوره شوي خلک ورته ستانه شوي دي.

XS
SM
MD
LG