د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور کې چادونې پولیس افسر وژلی


د پېښور پهاړي پورې تاڼې سيمې بدو ثمرباغ کې نن د زیارت ورځې ګهیځ مهال د سړکغاړې بمي چاودنې يو پوليس سرتېری وژلی، يو بل پولیس یو ولسي کس یې ژوبل کړي دي.

د پهاړي پورې تاڼې محرر اسفنديار خان مشال راډېو ته وويل چې نن سهار نژدې نهه بجې د پوليس یوې چوکۍ ته نژدې له مخکې ښخ کړل شوی بم چاودېدلی چې مشر کانسټيبل سعيد یې وژلی، يو بل پوليس او يو لاروی ژوبل شول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG