د لاسرسي ځای

تازه خبر

’له کابله تر سپینې ماڼۍ’ د خلیلزاد کتاب


’له کابله تر سپینې ماڼۍ’ د خلیلزاد کتاب
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:02 0:00

د وتلي امريکايي ‌‌‌‌‌‌ډپلوماټ زلمي خليلزاد د کتاب The Envoy, From Kabul to the White House ‘استازی له کابله تر سپینې ماڼۍ’ مخکتنه د امریکا څېړنیز مرکز کارنیګي انډوامېنټ کې ترسره شوه. په دغه کتاب کې نوموړی د افغانستان او عراق په اړه د امريکا له رازونو ‌‌‌‌‌‌ډکو پرېکړو او بحثونو پړده اوچتوي. خلیلزاد وايي، د ۱۱م سیپټېمبر له بریدونو پس يې د ولسمشر جورج بوش ادارې ته ويلي ول چې له پاکستان سره به کلکه او سخته خبره کول پکار وي. زلمی خليلزاد په خټه افغان دی او په امريکا کې د يوه پیاوړي او تکړه سفارتکار په توګه پېژندل کېږي. نوموړی په کابل او بغداد کې د امريکا سفير پاتې شوی دی. د وي او اې ‌‌‌‌‌‌ډېوې راډيو خبریال افتخار حسېن د زلمي خلیلزاد کتاب مخکتنې ته کتنه کړې.

XS
SM
MD
LG