د لاسرسي ځای

تازه خبر

سيندی ملتپالی مشر”شفيع کرنانی“ ووژل شو


شفیع کریاني
شفیع کریاني

د شفیع کریاني ورور انور کرناني په وینا چې کله باچاخان سيند صوبې ته راتلو نو په دغه موقع شفيع کرناني پوليسو ونياو او اوولس مياشتې يې په زندان کې تېرې کړې.

د جی سيند تحريک (کرناني څانګې) مشر د سيند یو زوړ قامپرست مشر شفيع کرنانی د زيارت په ورځ نامعلومه وسله والو په ډزو وواژه.

د دغه تحريک ځایناستي مشر سهېل ابرو په وینا چې هغه ته له وړاندې له نامعلومه ټيليفون شمېرو د هغه د سیاسي دریځ له کبله دړکې ورکول کېدلې، خو ځايي پوليس وايي چې هغوی ته د جی سيند تحريک يا د شفيع کرناني له خوا د دړکو په اړه هېڅ نه دي ويل شوي او دوی یې پلټنې پیل کړې دي.

سهېل ابرو د زيارت په شپه مشال راډيو ته وويل چې شفيع کرناني د وژنې پېښه مازيګر شاوخوا پينځه نيمې بجې له ټټې سيمې سره نژدې بای پاس سړک باندې مخې ته راغلې.

د شفيع کرناني ورور انور کرناني هم خبريالانو ته ويلي چې په علاقه کې يې له دوو کسانو سره پر ځمکو لانجې روانې وې چې څو کاله وړاندې یې روغه شوې وه خو د سياسي کارونو له کبله به هغه ته دړکې ورکول کېدلې.

بل پلو د ټټې تاڼې مشر (اېس اېچ او) سجاد منګي وايي، شفيع کرناني به دلته په سیمه ازاد ګرځېدلو او د دړکو هېڅ خبره نه وه، او که وی نو امنیت به يې غوښتی و او داسې به يواځې پر موټرسايکل نه ګرځېدلو.

راپورونه وايي چې شفيع کرناني لږ تر لږه اته ګولۍ ويشتل شوې دي.

شفيع کرناني يو انجنيېر و او طالبعلمۍ د دور نه د جئی سيند غړی پاتې شوی وو

د هغه د ورور انور کرناني په وینا چې کله باچاخان سيند صوبې ته راتلو نو په دغه موقع شفيع کرناني پوليسو ونياو او اوولس مياشتې يې په زندان کې تېرې کړې.

شفيع کرناني د جی سيند تحريک له بنسټښود جې اېم سيد سره هم نزدې پاتې شوی و او د هغه تر مرګ وروسته د جی سيند قومي محاذ سينيېر وایس چیېرمېن وټاکل شو، وروستو د نظرياتي اختلاف له کبله يې په جی سيند کې خپله څانګه جوړه کړه.

د ذکر ده چې تر د دې وړاندې د جی سيند قومي محاذ چېرمېن بشير قرېشي هم په ناڅرګنده توګه مړ شوی و او بيا یو څو کاله وروستو د هغه د ورور ګاډي ته نامعلومه کسانو اور اچولی و چې پکې د بشير قرېشي ورور سره له خپلو ملګرو وژل شوي ول.

شفيع کرناني په داسې حال کې وژل شوی چې د زيارت په ورځ يانې په اووم اپرېل باندې د جی سيند قومي محاذ د وژل شوي چیېرمېن بشيرقرېشي څلورم تلين لمانځل کېږي.

XS
SM
MD
LG