د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي پنجاب کې د ورانکارو ضد پراخ عملیات پیل شول


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د پاکستان پوځ وايي په جنوبي پنجاب کې د سختدریځو ورانکارو ډلو خلاف عملیات روان دي. مشال راډیو ته نن په یوه استول شوې خبر پاڼه کې پوځ ویلي په دغو عملیاتو کې د پنجاب پولیس، رینجر ځواکونه او د ترهګرۍ د مخنیوي ادارې سرتیري برخه اخلي.

پوځ وايي د ضرب عضب عملیاتو نه د ځان د ژغورلو لپاره سختدریځو وسله والو د پنجاب جنوبي ضلعو روجان، کېچ او رحیم یار خان ته مخه کړې ده.

پوځ نه دي ویلي چې په روانو عملیاتو کې دوی څومره پرمختګ کړی دی.

د لاهور په ګلشن اقبال پارک کې تېره میاشت د خونړۍ ځانمرګې حملې نه پس پوځ په جنوبي پنجاب کې د عملیاتو پریکړه کړې وه.

جنوبي پنجاب د نا قانونه ګرځول شویو تنظیمونو پټنځای ګڼل کېږي.

همدارنګه د پاکستان امنیتي ځواکونه د بلوچستان په کلات سیمه کې د پنځلسو ترهګرو د وژلو ادعا کوي.

د سرکاري راډیو د معلوماتو له مخې دغه کسان پرون د امنیتي سرتیرو سره د ډزو په تبادله کې وژل شوي دي.

امنیتي چارواکي وايي د عملیاتو پرمهال د وسله والو دوه پټن ځایونه هم په نخښه کړای شوي دي او په زیاته اندازه وسلې او مردکۍ هم نیول شوي دي.

پاکستاني سرچینو نه دي ویلي چې وژل شوي کسان د کومې ډلې غړي دي. په بلوچستان کې بلوڅ بیلتونپالې ډلې له یوې مودې راهیسې د حکومت پر ضد جنګیږي.

XS
SM
MD
LG