د لاسرسي ځای

'تعلیم د هر ماشوم حق دی'


کوټه: د پښتونخوا زده کوونکیو سازمان هم هر کال د بلوچستان په پښتني سیمه کې تعلیم کمپین چلوي

کوټه: د پښتونخوا زده کوونکیو سازمان هم هر کال د بلوچستان په پښتني سیمه کې تعلیم کمپین چلوي

د ماشومانو په تعليمي لاريون کې ځینې کسان داسې هم وو چې بې تعليمه دي او وايي چې ډير وروستو د تعليم په اهميت پوهه شول

هر ماشوم ته د تعليم حق ورکولو په غرض سوابۍ (صوابۍ) کې (نن شورو ورځ) په لسګونو ماشومانو لاريون وکړو ، ماشومانو د تعليم عامولو نعرې ووهلې.

دا لاريوند "پيوست" په نوم د تعليم لپاره کار کونکي يو ځايي غېر سرکاري تنظيم کړې وه چې پکې د علاقې سپين ږيرو او ګڼو خلکو هم ګډون وکړو.

په لاريون کې ګډونوال د پنځم جماعت زده کونکې اصغر خان وايي، دی غواړي هر ماشوم په سکول کې داخل شي خو په کلي کې ځینې خلک داسې دي چې خپلو ماشومان محنت مزدوري کوي او سکول ته يې نه لېږي.

"زموږ په چم کې درې ماشومان سکول ته نه ځي اول به تلل سکول ته خو بيا يې مزدوري شروع کړه او کور والا هم پرې ډېر ټینګار نه کوي"

د پيوست تنظيم مشر مومن خان وايي چې د تنظيم هر غړی په مياشت کې خاص مقدار پيسې ټولوي او په هغه پيسو دوی د تعليم او د نورې خېر ښېګړې کارونه کوي.

نوموړی دا هم وايي چې له بې وزله زده کونکو سره مرستې کوي او هغه مور او پلار ته په جرګو مرکوورزي څوک چې په خپلو ماشومان تعليم نه کوي خو ځینې پلرونه داسې هم شته چې په هېڅ ډول هم د ماشومانو تعليم ته نه تيارېږي.

"دلته زموږ په کلي کې يو کس دی چې په خپل زوی باندې يې سکول پرېښی دی، نوموړی وايي زه غريب يم په ده مزدوري کوم، زوی يې په سکول کې ډېر قابل و، موږ ورپسې څو وارې ورغلو ورته مو وويل چې ستا د زوی د تعليم خرچه به زموږ تنظيم برداشت کړي خو هغه وايي نه مزدوري پرې کوي"

د ماشومانو په تعليمي لاريون کې ځینې کسان داسې هم وو چې بې تعليمه دي او وايي چې ډير وروستو د تعليم په اهميت پوهه شول

د پنځو بچو پلار عظيم ګل وايي چې په خپله يې تعليم نه دی کړی خو خپل بچي سکول ته لېږي او دا چې د مور او پلار فرض دی چې خپلو بچو باندې تعليم وکړي ځکه چې بې تعليمه کس د ړانده په شان وي.

"چې هسپتال ته ولاړ شم نو له يو او بله پوښتنې کوم په ليکلو نه پوهېږم نو ما خو تعليم نه دی کړی خو غواړم زما بچی او ټول ماشومان تعليم تر لاسه کړي، بې تعليم کس د هېڅ کار نه وي او په ټولنه کې يې عزت هم نه وي"

د پاکستان آیين آرټيکل ۲۵م له مخې له پنځو کلو تر ۱۶ کلو پورې هر ماشوم ته بنيادي تعليم ورکول د حکومت ذمه داري ده.

XS
SM
MD
LG