د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز شریف: د پاکستان ناګمانه اصلاحکار


نواز شریف
نواز شریف

د شننونکو په اند د کړنلارې بدلون د وزیر اعظم هغه خیالور تکل او پلان برخه ده چې د اقتصاد رغولو لپاره یې لري

نواز شریف یو زوړ دودپالی سیاستوال دی، چې د ۱۹۹۰مې لسیزې په وروستیو کې تر پوځي کودتا مخکې دی یې په لنډمهالې توګه له هېواده وشړلو د شرعي قانون پلي کولو هڅه کړې وه. خو هېواد ته له ستنېدو سره سم چې لومړی وزیر شو، نو نواز شریف د سمسکي او اصلاحاتو راوستلو د یو سالار په توګه راوړاندې شو چې ګمان یې نه کېدلو.

شریف او د هغه پاکستان مسلم لیګ نواز (پي اېم اېل –ن) ګوند، چې د دودپالیو په منځ کې یې ټینګ ملاتړ درلود، ډېری شننونکي وهېښول چې د ځواکمن مذهبي ایسټېبلیشمېنټ پروړاندې ودرېدلو او په پاکستان کې یې د لا زغم غږ پورته کړ.

د سږني کال له راتلو سره سم، ۶۶-کلن شریف د کورني تشدد یو مهم بل وړاندې کړ، د تش په نامه غیرت وژنو پرضد یې د کلک دریځ خپلولو غږ وکړ، په پاکستان کې یې د لږکیو مذهبي ورځې رسمي رخصتۍ وګرځولې، هغه کس یې په دار کړ چې سخت-دریځيو ملایانو یې درناوی کاوه.

د شننونکو په اند د کړنلارې بدلون د وزیر اعظم هغه خیالور تکل او پلان برخه ده چې د اقتصاد رغولو لپاره یې لري، پر هغه یې د لور مریم نواز شریف زښته ډېر اغېز، د هېواد له پوځ سره نارمل اړیکې، چې د هېواد په کورنیو او بهرنیو چارو کې بې-کچه رول لري.

امریکا مېشتی پاکستانی سیاسي شنونکی محمد تقي وايي، شریف له هېواده بهر یو لوی کاروباري سلطنت لري. د ده په اند، "هغه یو سیاستوال او کاروباري سړی دی".

تقي وايي، د سیاست یاکاروبار لپاره جهادي ګډوډي (انارشي) واره نه خوري. بل، د پوځ په پرتله، سیاستوالان ځیرک شوي او زده کړه یې کړې ده. "پوځ د خپل سخت-دښمن هند او ګاونډی افغانستانلپاره هېڅ زغم نه لري او سیاستوال یې داسې نه دي". ځکه خو نور د سیاستوالو لپاره د جهاد پدیده نوره ګټه نه لري. "

د ېوې ټولنې پروړاندې

په ۲۰۰۷م کال پاکستان ته تر بري ډک ستنېدو پس، شریف په ۲۰۱۳م کال بیرته د وزیر اعظمۍ چوکۍ خپله کړه. نوموړی په درېیم ځل دغه چوکۍ ته کلیوالو رای ورکونکیو او د مذهبي ټولنې وګړو وخېژاوه چې د دغه هېواد په پارلماني ټاکنو کې د هغه ګوند ته یو بې ساری بری په برخه کړ.

شریف له ډېر پخوا راهیسې د پاکستان دودپالي ایسټېبلیشمېنټ سره نژدې اړیکې لري، چې په ۱۹۹۰مې لسیزه کې دوه ځلي وزیر اعظم کېدو کې د هغوی نقش له ورایه لیدل کېږي. خو، په اوسنیو میاشتو کې، نوموړي هم هاغه اېسټېبلیشمېنټ ولړځاوه او خپل دویزه ملاتړی مرکز یې وننګاوه.

په جنورۍ کې، حکومت له یوټیوبه YouTube هغه درې کلن بندیز واخیست چې ملایانو یې د اسلام سپکاوي ویډيوګانو ته د نه لاسرسي ملاتړ کاوه. په همدغه میاشت، د کم-عمرۍ ودونو مخنیوي په موخه، د شریف ګوند پارلمان ته یو قانون وړاندې کړ چې د ناوې عمر باید له ۱۶ و ۱۸ ته وټاکل شي. اسلامي نظریاتي کونسل، چې په دغه هېواد کې د اسلامي لارښوونې ستره اداره بلل کېږي، دغه قانون نااسلامي وباله. که څه هم وړاندې کړل شوی قانون بیرته واخیستل شو،خو شریف په ډاګه کړه چې حکومت پکې د بدلون راوستلو نیت لري.

په پنجاب صوبه کې، چې د شریف ورور، شهباز شریف یې اعلا وزیر دی، صوبايي پارلمان کې یې ګوندي غړیو د ځورونکیو ښځو قانوني خوندیتوب لپاره نوی قانون منظور کړ. تر ۳۰ زیاتو مذهبي ډلو دړکه وکړه که یې دغه قانون بیرته وانخیست نو پرضد به یې احتجاجونه پیل کړي.

د روانې اپرېل میاشت په لومړیو کې، شریف د ایسټر او هندوانو هولي په ګډون د پاکستانیو مذهبي لږکیو ورځې رسمي رخصتۍ وګرځولې.

ښايي د شریف په دریځ کې د څرګند بدلون نښه هغه په دارونه یا زندۍ وي چې د ده حکومت تر څار لاندې ترسره شوه. ممتاز قادري په فېبرورۍ میاشت د اسلام اباد های کورټ په امر له هغه وروسته غرغره کړل شو چې پنځه کاله وړاندې یې د پنجاب یو ازادخیاله ګورنر د مذهبي سپکاوي قانون کې د اصلاحاتو راوستولو پرسر ووژل شو.

په زرګونه اسلامي سخت –دریځیو د پاکستان په پلازمېنه کې د قادري زندۍ غندلو پرضد تر څلورو ورځو لاریونونه او مظاهرې وکړې او په پاکستان کې یې د شرعي قانون غوښتنه کوله.

د مارچ پر ۳۱مه نېټه احتجاج پای ته ورسېدو، چې وروسته یې احتجاجي مشرانو وویل، حکومت ورته د مذهبي سپکاوي په قانون کې د نه بدلون ډاډ ورکړی دی. خو حکومت له دې خبرو انکار کړی دی چې د احتجاجیانو غوښتنې یې منلې دي.

څېړنکار تقي وايي، "یو څو کاله پخوا د دغه ډول یو ټینګ مذهبي غرغره کول هېڅ شونې نه وه. " نوموړی زیاتوي، " نو شاباشی وزیر اعظم ته ورکول دی چې د دغه سیاسي څپې له تاو سره به هم دی چلند کوي. "

ډېر لیرې روان دی

ځینې بیا خبرداری ورکوي، چې د شریف روانه تګلاره به تر ډېره لیرې پورې خطر ولري.

شنونکي په لاهور کې د تندلارو وروستی برید د قادري-پلوه احتجاجیانو سره تړي چې تر ۷۰ پورې کسان پکې ووژل شول او ۳۰۰ نور یې ژوبل کړل. جماعت –ال-احرار، له پاکستانیو طالبانو بېلې شوې یوې ډلې چې د داعش ملاتړې ده، د هغه برید ذمه واري منلې او ویلي یې دي چې موخه یې په ځانګړې توګه عیسویان ول.

مایکل کوګلمېن
مایکل کوګلمېن

"که شریف تر ډېره لیرې تلو لپاره ټینګار کوي، نو بیا به ترهګر او منځلاري مذهبي قوتونه داوړه راوپارېږي او په وېروونکې او ټکان لرونکې توګه به غبرګون وښيي،" دا خبره ، په واشنګټن کې د سکالرو لپاره د ووډرو ویلسن نړیوال مرکز د جنوبي اسیا مرستیال مایکل کوګلمېن وکړه.

کوګلمېن وايي د لاهور برید او په اسلام اباد کې د قادري –پلوو احتجاج دواړه "له لویه پلوه دا په ډاګه کوي، چې څنګه مذهبي قوتونه د پاکستان حکومت کمزوری کولای شي. "

ریښتوني اصلاحات؟

ان دا چې د شریف حکومت د ځینو اصلاحاتو کولو ته لار برابره کړه، خو بیا هم ، تر کلکو نړیوالو نیوکو لاندې دی.

ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، او بشري حقونو ډلو هغه سخت ګامونه وغندل چې د ۲۰۱۴م کال په ۱۶ ډیسېمبر د پېښور په یوه پوځي ښوونځي کې د پاکستانیو وسله والو طالبانو له خونړي بریده پس یې اخیستي ول، هغه د پاکستان په تاریخ کې تر ټولو ستر خونړی برید بلل کېږي چې ۱۴۷ کسان یې وژل ول، په هغوی کې ډېری د ښوونځي زده کوونکي ول.

په ډیسېمبر میاشت کې د مرګ له سزا بندیز پورته کولو پس پاکستان سرکار تر ۳۰۰ زیات کسان زندۍ کړل. په دوی کې ډېری پټو پوځي عدالتونو سزا کړل چې د نیوکګرو یا منتقدینو په اند د روڼې عدالتي کاروايي پر معیار سمې نه دی.

او، دغه ټول بهیر ته په پراخ لید سره په کتو، څېړونکي وايي، شریف د دې جوګه نشو چې ریښتوني اصلاحات راوړي.

"زما په اند دا دشریف یو نمایشي ګام دی، دا تر ډېره په دوامداره ډول رامنځ ته نشو چې د اصلاحاتو راوستلو یوه رسمي بڼه ولري،" کوګلمېن زیاتوي،" تر دا اوسه دی یوازې هم دومره تلی شي، ځکه چې د ځواکمنو دودپالیو قوتونو لکه ملا او ملټري پتو ګټو بندونه جوړ کړي دي. "

زړور دریځ

خو کتونکي وايي، په درېیم ځل واک ته له رسېدو سره د شریف دریځ کې بدلون به ښايي ګڼ دلیلونه ولري.

تقي وايي، "زه ګمان نه کوم چې هغه په درېیم ځل په واک کې له اوسېدو وروسته یو میراث پرېښودل غواړي. د هغه لور کېدای شي د ښځو پر مسلو پر ده یو اغېز او نفوذ ولري. "

د شریف اغېرلرونکې ۴۲-کلنه لور، مریم، د ښځو مسلو او ماشومانو ژغورنه باندې یو منځلاری غږ/ږغ لري.

خو کېدای شي چې د تګلارې اړولو کې د شریف زړورتیا لوی سبب دا هم چې له پوځ سره یې اړیکو کې ښه والی راغلی دی.

عمران خان او طاهر القادري
عمران خان او طاهر القادري

شریف ۲۰۱۴م کال تر ډېره له ځواکمن پوځ په جنجال تېر کړ، په لسګونه د وزیر اعظم کور مخې ته په احتجاج ناست ول او له هغه یې د استعفا غوښتنه کوله. د دغه احتجاجونو پر مهال، داسې ګنګوسې وې چې پوځ د یوې کودتا له لارې د نواز شریف لیرې کولو په سوچ کې دي. نو د راپورونو له مخې شریف د خپلې څوکۍ ساتلو لپاره د بهرنۍ تګلارې پرېکړې پوځ ته وسپارلې.

کوګېلمن وايي، "ښايي د څو میاشتو پخوا په پرتله له پوځ سره د هغه اړیکي یو څه ښه شوي وي. نو ځکه کېدای شي هغه د ځینو پرېکړو په کولو کې تر ډېره خپلواکه وي. "

د مشال راډيو انګلیسي څانګې خبریال فرود بهزان راپور

ژباړه قاسم خان مندوخېل

XS
SM
MD
LG