د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملاکنډ کسټم اېکټ ولس راپارولی


د ملاکنډ ډویژن خلک وايي، که په ملاکنډ کې کسټم اېکټ نافذېږي نو له دې سره به په دغه سیمه کې د نورو ټېکسونو عملي کولو لپاره لاره هواره شي.

پېښور: د خېبر پښتونخوا حکومت په ملاکنډ ډویژن کې د کسټم اېکټ عملي کولو پرېکړې بیرته اخیستلو لپاره له وفاقي حکومت سره د اړیکو نیولو فیصله کړي ده.

مشر صوبايي وزیر عنایت الله وايي، پخواني ریاستونه او قبایلي سيمې په دې شرط له پاکستان سره یوځای شوې وې چې له خلکو به یې ټېکسونه نه اخیستل کېږي:

((موږ مرکزي حکومت ته یو کېس لیږو چې ملاکنډ ډویژن د کسټم اېکټ په نوم ټیکسونه نشي زغملی ځکه چې ملاکنډ سیمه جنګ ځپلې، زلزلو ځپلې او سېلاو ځپلې ده. نوابي ریاستونه او قبایلي سیمې چې کله له پاکستان سره شاملېدلې نو له دوی سره ژمنه شوې وه چې ټېکسونه به نه پر لګېږي))

په سوات کې یو مشر وکیل شیر محمد خان وايي، په ملاکنډ ډویژن کې د کسټم اېکټ د عملي کولو خبره څه نوې نه ده او ملاکنډ ډویژن ته دا قانون په ۱۹۷۵م کې د هغه وخت ولسمشر غځولی و خو لا تر دې دمه په ملاکنډ ډویژن کې دغه قانون نه دی عملي کړل شوی. خو که په ملاکنډ ډویژن کې دغه قانون عملي کړل شو نو زیات اغېز به یې په ملاکنډ ډویژن کې په غېر کسټم ګاړو پرېوځي چې شمېره یې لکونو ته رسېږي.

د ملاکنډ ډویژن خلک وايي، که په ملاکنډ کې کسټم اېکټ نافذېږي نو له دې سره به په دغه سیمه کې د نورو ټېکسونو عملي کولو لپاره لاره هواره شي.

په دې لړ کې د سوات وکیلانو ټولني پخواني مشر اصغر خان مشال راډیو ته وويل:

((که د کسټم اېکټ په نوم دا ټیکس عملي شو نو موږ وینو چې په ملاکنډ ډویژن کې به انکم ټېکس هم عملي شي، نو موږوايو چې دا د ملاکنډ ډویژن له ولس سره زیاتی دی او دا ځکه چې د وسلوالو په فعالیتونو، سېلاوونو او زلزلو کې دا سیمه ډېره اغېزمنه شوې ده او حکومت چې د دغه افتونو په لړ کې د ملاکنډ ډویژن د ولس سره ژمنې کړې وې د هغې عملي کولو پر ځای حکومت د دغه سیمې په ولس ټېکسونه لګوي))

په ملاکنډ ډویژن کې د کسټم اېکټ عملي کولو فیصلې په اړه سرکاري امر د خېبر پښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جګړا څو ورځي وړاندې د مارچ په اتويشتمه نېټه جاري کړی و او د نهې په ورځ د دغه امر پر ضد د ملاکڼډ ډویژن په اووه واړه ضلعو سوات بونېر، شانګله، ملاکنډ، کوز دیر،بر دیر او چترال کې احتجاجي مظاهرې ترسره شوي وې او ملاکنډ ډویژن کې ټول بازارونه تړل شوي ول.

XS
SM
MD
LG