د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د پاناما اسناد رد کړي


پاکستان د پاناما اسنادو تر افشا کېدو وروسته د وزير اعظم نواز شريف د کورنۍ لخوا په بهرنيو هېوادونو کې جوړو شوو کمپنيانو کې د پټ دولت په اړه غېر قانوني کړنې رد کړي دي.

په دغو اسنادو کې د نواز شريف په څلورواولادو د لور مريم په شمول د دوو زامنو حسېن نواز او حسن نواز نومونه راغلي دي.

په دغو اسنادو کې راغلي چې د وزير اعظم اولادونه په لندن کې جايداد لري چې په جنوبي امريکايي هېواد پاناما کې د قانوني خدماتو ورکولو کمپنۍ موساک فونسيکا په لاس اخيستل شوي دي.

خو د دوشنبې په ورځ د پاکستان د اطلاعاتو وفاقي وزيرپروېز رشيد د نواز شريف د کورنۍ لخوا په دې لړ کې هر ډول غلط کاري رد کړه.

((د وزير اعظم بچو هېڅ غير قانوني کار نه دی کړی. د هغوی هره اثاثه قانوني ده او په صحیح طريقې ګټل شوو پيسو سره جوړې شوي، او د دغو اثاثو پرمختګ هم په قانوني پيسو سره کيږي. د وزير اعظم بچي د دغو اثاثو ماليه هم ورکوي، نو ځکه دا يو غير قانوني عمل نه دی))

په پاناما اسنادو کې د پاکستان سره د تړاو لرونکو دوو سوو کسانو نومونه دي چې وکيلان، ججان، پارليماني غړي او نور سیاستوال پکې شامل دي.

بلخوا له موساک فونسيکا ۱۱ نيم میلیونه داسې پټ کاغذونه افشا شوي دي چې د نړۍ د یو شمېر سیاستوالانو، کاروباریانو او شمتنو کسانو هغه چلونه ښيي چې له لارې یې دوی پیسې ګټي، له ټیکسونو ځان ژغوري او په ګڼو هېوادونو کې یې پټ شرکتونه یا کمپنۍ جوړې کړې دي.

XS
SM
MD
LG