د لاسرسي ځای

امریکا په عرب سمندرګي کې د وسلو یو بار نیولی


د امریکا سمندري ځواکونو په عرب سمندرګي کې د وسلو یو بار نیولی چې ګومان کیږي له ایرانه به یمن ته استول کېدلو. پوځ پرون وویل چې امریکایي جنګي کښتیو د مارچ پر ۲۸مه دغه بسته چې په یوې کوچنۍ کښتۍ کې پټه ځای پر اېښودل شوې وه، کشف او ضبط کړه.

پوځ وویل په دغه بسته کې ۱۵۰۰ کلاشنیکوفونه، ۲۰۰ راکټ اندازه او یو شمېر ماشینګڼې وې.

دا په سیمه کې د غېرقانوني وسلو د هغه قاچاق وروستۍ پېښه ده چې امریکا یې کشفوي او ګومان کیږي چې سرچینه به یې ایران وې.

ایران په یمن کې په روانه جګړه کې د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف په وړاندې د حوثي یاغیانو ملاتړکوي. سعودي هم چې امریکا یې ملاتړې ده، د یمن حکومت ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG