د لاسرسي ځای

سعودي په نړۍ کې د پوځي لګښتونو کې درېیم هېواد


سعودي عرب تېرکال د روسیې ځای ونیوی او په نړۍ کې د تر ټولو لوړو پوځي لګښتونو له پلوه یې دریم ځای خپل کړ.

دا خبره دوشنبې په ورځ د سویډن یوې څیړنیزې ادارې وکړه. د سټاکهولم د سولې نړیواله تحقیقاتي اداره اټکل کوي چې په تېر ۲۰۱۵م کال کې په نړۍ کې د پوځي لګښتونو اندازه په سلوکې یو زیاته شوې او ۱،۶۷ ټریلیون ډالره یعنې ۱۶۷۰ اربه ډالرو ته لوړه شوې چې دا له ۲۰۱۱م کال راهیسې لومړی ځل دی چې په نړۍ کې پوځي لګښتونه زیاتیږي.

تېرکال بيا هم امريکا او چین په نړۍ کې د پوځي لګښتونو د لسټ په سر کې وو. د امریکا پوځي بوديجه ۵۹۶ اربه ډالره او د چین ۲۱۵ اربه ډالره وه.

امریکا یواځې په نړۍ کې د ټولې پوځي بوديجې له درو څه باندې یوه برخه جوړوي.

XS
SM
MD
LG