د لاسرسي ځای

ډیره غازي خان: د جومات چت راپرېوتو پېښه کې پنځه ماشومان مړه شوي


د پاکستان د پنجاب صوبې د ډیره غازي خان کې د يو جومات چت راپرېوتو له کبله پنځه ماشومان مړه او اته نور ژوبل شوي دي.

د ډېره غازيخان د پولیسو یو چارواکي محمد عامر مشال راډیو ته وویل چې د ضلعې په ګيډړ واله سيمه کې چې څه وخت په جومات کې د ماشومانو درس روان وو نو په عين وخت کې پر چت هم کار روان و.

ده وویل چې په دې پېښه کې مزدوران هم ژوبل شوي دي. د ماشومانو عمرونه له اووو کلونو څخه بيا تر ۱۵ کلونو پورې وو.

XS
SM
MD
LG