د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د ناګورنو قره باغ پرسر بشپړه جګړه پیلېدلای شي'


د ناګورنو قره باغ ځاني --دفاع پوځ یو سرتېری په مارتاکرت صوبې کې وسله په اوږو ځانساتنه کوي. ۴اپرېل ۲۰۱۶
د ناګورنو قره باغ ځاني --دفاع پوځ یو سرتېری په مارتاکرت صوبې کې وسله په اوږو ځانساتنه کوي. ۴اپرېل ۲۰۱۶

د ناګورنو قره باغ ډېری وګړي ارمېنیايي توکمي دي، له ازربایجانه د ۱۹۸۸ــــ۹۴مو کلونو په مینځ کې یې خپلواکي اعلان کړه

ارمېنیا خبرداری ورکړی، ښايي له ازربایجانه د جلا شوې سیمې ناګورنو قره باغ پرسر تازه شخړې د یوې بشپړې جګړې او د يوې خپلواکې سيمې په توګه د منلو سبب وګرځي.

بلخوا باکو له بیلتونغوښتونکو سره په جګړه کې د خپلو درو نورو سرتېرو د وژل کېدو پخلی کړی او خبرداری یې ورکړی چې خپل عملیات به د جګړې په لومړۍ کرښې ته وغځوي.

له دې سره د جنوبي کوکاز (قفقاز) په دې غرنۍ سیمه کې په وروستۍ جګړه کې د ازربایجان د وژل شویو سرتېرو شمېر ۱۵ ته ورسېد.

په عین حال کې بیلتونغوښتونکو چې ارمېنیا یې ملاتړ کوي ویلي چې له تېرې خالي ورځې راهیسې یې په جګړه کې اتلس جنګیالي وژل شوي دی.

دواړو خواوو د یو بل د درنو پوځي سامانونو ویجاړولو دعوې هم کړې دي.

د ارمېنیا دفاع وزارت پرون د اپرېل په څلورمه نېته وویل چې د ازبایجان یوې بې پیلوټه الوتکې په برید کې پنځه کسان وژل شوي. دوی وايي برید پر هغه بس شوی دی چې ارمېنيايي رضاکاران یې ناګورنو کره باغ ته لېږدول. ازربایجان او ارمېنیا د ناګورنو قره باغ پر سر له کلونو راهیسې په شخړه کېوتي دي.

د ناګورنو قره باغ ډېری وګړي ارمېنیايي توکمي دي، له ازربایجانه د ۱۹۸۸ــــ۹۴مو کلونو په مینځ کې یې خپلواکي اعلان کړه او جګړه یې وکړه چې د یوې اندازې له مخې پکې ۳۰ زره کسانو خپل ژوند بایللی دی او په سلګونه زره نور بې کوره شوي دي.

دا په سیمه کې په وروستیو کلونو کې تر ټولو سخته جګړه بلل شوې ده.

د دغه شخړې هوارولو لپاره ډیپلوماټیکو هڅو ډېره ګټه نه ده رسولې، او په جګړه کې ورځ تر بلې تندي راځي.

له دوو لسیزو پس د اپرېل پر دویمه نېټه ګهیځ مهال د سخت تاوتریخوالي پیلېدو یوه ورځ پس، ازربایجان یواړخیزه اوربند اعلان کړ. د قره باغ پوځي چارواکو وویل، پر دې شرط اوربند ته تیار دي چې که یې ”د سیمې پخوانی حثیت پرځای کړل شي“. لویدیځ، روسیې او ایران پر ټولو غاړو د زغم غږ کړی دی.

ناګورنو قره باغ کې جنګ ځپلې ودانۍ. اپرېل ۴، ۲۰۱۶
ناګورنو قره باغ کې جنګ ځپلې ودانۍ. اپرېل ۴، ۲۰۱۶

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG