د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې د اختطاف پېښې زیاتې شوي


د ننګرهار چارواکي وايي چې د انسان تښتوونکو له منګولو يې هغه تنکی زلمی خلاص کړی چې له نن (سېشنبه) پينځه ويشت ورځې وړاندې د جلال اباد ښار له درېمې ناحیې تښتول شوی و

د انسان تښتوونکو له منګولو څخه راخوشې شوی پينځلس کلن زلمی احمد وليد چې د ننګرهار د طب پوهنځي د استاد ډاکټر محب الله شينواري زوی دی، د دوشنبې په ورځ د ننګرهار چارواکو د يوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې د خبريالانو او يو شمېر مدني ټولنو فعالانو په وړاندې خپلې کورنۍ ته ورسپاره.

د ننګرهار امنیه قوماندان جنرال فضل احمد شېرزاد په دغه مطبوعاتې ناسته کې وويل، دوی هڅه کې چې د دغې پېښې اصلي عاملين ونيسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.

(( نن موږ وکولای شول چې د ډاکټر صیب نوي ځوان بچی چې څلرويشت، پينځه ويشت ورځې وړاندې د جلال اباد ښار د درېېمې ناحيې تښتول شوی و، موږ وکولای شول چې نن يې د اختطاف چيانو له منګولو خلاص کړو، ځینې عاملين يې موږ سره شته، خو هغه اصلي عاملين چې مستقیماً يې د ده په عملي اختطاف کې لاس درلود، د هغوی په نيولو کې به هم ډېر ژر اقدام وکړو، دا قضیه د ډېر مخفي او جدي پوښښ لاندې ده، ډېر توضحات نه شوو، ورکولی.))

ډاکټر محب الله شينواری وايي چې د زوی د راخوشې کېدو په بدل کې ترې يو ميليون ډالر غوښتنه کېدله.

(( دې اختطاف چيانو له مانه لس لاکه ډالر غوښتل، زه فکر نه کوم چې دا به د چا له توانه پوره وي.))

په دې ورستيو څو مياشتو کې په جلال اباد ښار کې د انسان تښتونې پېښې زیاتې شوې چې د ښار اوسېدونکي يې اندېښمن کړي چې د خلکو دا اندېښنه د ننګرهار ولايتي شورا غړي ډاکټر ناصر کاموال له چارواکو سره شريکه کړه.

(( د امنیتي موظفینو نه زموږ غوښتنه دا ده چې د دغسې پېښو په مخنيوي باید کوټلي ګامونه واخلي. طبعاً به د دوی تر شاه داسې څوک وي، چې همدلته ښار کې اوسېږي، زموږ تر څنګ دي، هر څوک چې وي، که هغه زورواکی وي، کمواکې وي او د هرې طبقې سړی وي، امنیتي مسوولين په دې مکلف دي چې ويې نيسي.))

د دوی د اندېښنې په وړاندې د ننګرهار والي سليم خان کندوزي وويل، دوی چې په هر چا باندې اسناد او شواهد ولري، هغه به ونيسي او د قانون منګولو ته به يې وسپاري.

(( دا به ډېره ډېره کمزوري وي چې موږ په دې پوه شوو چې يو سړی په دې ښار کې اوسېږي، مسلح کسان ولري، هغه دې اختطاف کوي او موږ دې هغه ته ګورو. مهمه دا ده چې شواهد ولرو او اسناد ورباندې ولرو، هر څوک چې وي، هغه به د قانون منګولو ته راکش کيږي، په دې مطمین اوسئ.))

د ننګرهار امنيه قوماندان جنرال شېرزاد وايي چې د تېرو دريو مياشتو په دروان کې له دوی سره د انسان تښتوونې ۱۰ پېښې ثبت شوې وې چې دوی په دې توانېدلي چې پينځه هغه کشف کړي او تښتول شوي کسان کورنيو ته وسپاري.

د ده په خبره چې په همدې دوران کې يې ۱۵ تنه سړي تښتوونکي هم نيولي چې دا مهال يې دوسيې يا کيسونه په څارنوالۍ او قضایي ادارو کې تر څېړنې لاندې دي.

XS
SM
MD
LG