د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاناما اسناد: 'د عصر د رازونو افشا کېدو تر ټولو لویه پېښه ده'


د موساک فونسېکا په نوم د قانوني چارو ادارې دفتر لوګو
د موساک فونسېکا په نوم د قانوني چارو ادارې دفتر لوګو

پراګ - د مرکزي امریکا یوه هېواد پاناما له یوې قانوني ادارې شاوخوا ۱۱ میلیونه داسې پټ کاغذونه افشا شوي دي چې د نړۍ د یو شمېر سیاستوالانو، کاروباریانو او شمتنو کسانو هغه چلونه ښيي چې له لارې یې دوی پیسې ګټي، له ټیکسونو ځان ژغوري او په ګڼو هېوادونو کې یې پټ شرکتونه یا کمپنۍ جوړې کړې دي.

یوې سرچینې چې نوم یې نه دی ښودل شوی دا کاغذونه په پاناما کې د موساک فونسېکا په نوم له یوې قانوني ادارې پټ کړي او بیا یې یوې جرمنۍ ورځپاڼې ته سپارلې دي. دې جرمنۍ ورځپاڼې دا کاغذونه د تحقیقاتي خبریالۍ نړیوالې ادارې (ای سي ای جې) ته ورکړې دي. ای سي ای جې بیا په ۷۸ هېوادونو کې له ۱۰۰ څخه له زیاتو رسنیزو ادارو سره یو ځای کار کړی او بالاخره یې د اپرېل پر درېیمه نېټه دا کاغذونه خپاره کړل.

کاغذونه ښيي چې د نړۍ لویو سیاستوالانو، او کاروباریانو له ټیکسونو د ځان ژغورنې لپاره، په اداري فساد د پیدا کړو پیسو پاکولو او د پیسو مینځلو په موخه په داسې هېوادونو کې شرکتونه جوړ کړي چې هلته دوی خپله پېژندګلوي پټولای شي.

پوتین، باچا سلمان او نواز شریف

دا کاغذونه ښيي چې په څه ډول د نړۍ یو شمېر سیاستوالانو او مشرانو لکه د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین او د ده نېږدې ملګري، د ایسلینډ وزیراعظم، د سعودي عرب پاچا، د قطر پخوانی امیر، د متحده عرب اماراتو د ابو ظبۍ امیر او د پاکستان وزیراعظم نواز شریف کورنۍ پټې کاروباري سوداګانې کړې دي، له ټیکسونو او مالیو یې ځان ژغورلی او خپلې پیسې یې داسې ځایونو ته انتقال کړی دي چې هلته مالیې یا ټیکسونه ورنکړي.

د مارچ پر ۲۸مه نېټه د پوتین دفتر یا کرېملېن ویلي ول چې د نړۍ رسنۍ به ژر د ده د بدنامولو لپاره رپورټونه خپاره کړي. البته کرېملېن د دې کاغذونو تر خپرېدو وروسته هېڅ نه دي ویلي.

موساک فونسېکا وايي، هېڅ ناقانونه کار یې نه دی کړی

د موساک فونسېکا په نوم د قانوني چارو ادارې رویټرز خبري اژانس ته ویلي، له شاوخوا څلورو لسیزو راهیسې یې فعالیتونه کړي او یو ځل هم جزايي یا سزا شوې نه ده.

دا اداره وايي، هېڅ ناقانونه کار یې نه دی کړی او دا چې هر وخت چې چارواکو ورڅخه معلومات غوښتي دوی ورکړي.

زموږ د عصر د رازونو افشا کېدو تر ټولو لویه پېښه؟

په برتانیا کې د ټیکسونو غلا کولو مخنیوي او په نورو هېوادونو کې د پټو شرکتونو جوړولو چارو پوه، څېړونکي او لیکوال جان کرسټنسن مشال راډيو ته وویل، د پاناما کاغذونو په نوم د دې رازونو افشا کېدل هسې معنا لري لکه څو کاله مخکې چې د امریکا استخباراتو یوې ادارې کارکوونکي اېډروډ سنوډن رازونه افشا کړي ول:

په کاغذونو کې د ولسمشر پوتین نېږدې ملګري په نوم د شرکتونو جوړولو خبره هم په ډاګه شوې
په کاغذونو کې د ولسمشر پوتین نېږدې ملګري په نوم د شرکتونو جوړولو خبره هم په ډاګه شوې

((زما په نظر د پاناما کاغذونو په ډاګه کېدل زموږ د عصر له تر ټولو لویو افشا شویو رازونو څخه یو مثال دی. دا په ټاپو یا جزیره کې له نړیوالې قانوني ادارې څخه د کاغذونو پټېدو او په ډاګه کېدو لومړۍ تر ټولو لویه پېښه ده. دا ډېره حیرانوونکې پېښه ده. په میلیونونو کاغذونه په ډاګه کړل شول او لا هم ښکاره کېږي. په افشا شویو پټو معلوماتو کې یوازې سیاستوالان نه دي شامل بلکې د ګردې نړۍ کاروباریان او نور دولتمند خلک پکې شامل دي. زما په نظر، د دې رازونو افشا کېدو سطح یا کچ د اېډورډ سنوډن له افشا شویو رازونو سره پرتله کولای شو ځکه چې دا د نړۍ د پېژندل شویو خلکو د هغې درغلۍ ښکارندويي چې تر لسیزو روانه وه.))

له مالیو د ځان ژغورلو لارې

پوښتنه دا ده چې د نړۍ پېژندل شوي او شتمن خلک په څه ډول کولای شي چې له مالیو یا ټیکسونو ځان وژغوري او یا له خپل هېواده بهر کاروبارونه جوړ کړي او هېڅ کس ترې خبر نه وي؟

په کاغذونو کې د وزیراعظم نواز شریف لور نوم هم راغلی دی
په کاغذونو کې د وزیراعظم نواز شریف لور نوم هم راغلی دی

بي بي سي ووبپاڼه وايي، له ټیکسونو د ځان ژغورلو څو طریقې دي. په دې کې یوه د شېل کمپني یا پټ شرکت جوړولو ده. د دې طریقه داسې وي چې شتمن کس، د بل هغه یا د نورو کسانو په نوم په یوه داسې هېواد کې شرکت جوړوي چې هلته دا ډول کاروبار ناقانونه نه وي.

په نړۍ کې اکثر هغه هېوادونه چې ټاپو وزمه دي یا جزیرې دي هلته دا کار کېږي. لکه قبرص، مالټا او یا هم پاناما.

شېل کمپني څه ته وايي؟ ایا دا شرکتونه ناقانونه دي؟

په دې هېوادونو کې اکثر قانوني ادارې لکه موساک فونسېکا د شتمنو او پېژندل شویو خلکو د شناخت پټولو لپاره کاغذونه جوړوي او شرکتونو یا مالي مرکزونو ته یې یو پوښ جوړوي. په بله معنا، د دې خلکو اصلي هویت یا شناخت پټوي.

جان کرسټنسن وايي، د ګردې نړۍ په هېوادونو کې له ټیکسونو ځان ژغورل ناقانونه کار دی:

((په هر ډول حالت کې، له مالیو ځان ژغورل ناقانونه کار دی. که داسې معاملې عدالت ته ورسي، نو ناقانونه زباتېږي. زما په نظر خلک پوهېږي. هغوی خبر دي چې کله څوک په نورو هېوادونو یا جزیرو لکه په پاناما کې ادارې یا کمپنۍ جوړوي، نو د دې دا معنا ده چې یو ناقانونه یا کرپټ یا درغله کار روان دی.))

په اسنادو کې د سعودي عرب باچا سلمان نوم هم راغلی
په اسنادو کې د سعودي عرب باچا سلمان نوم هم راغلی

نو پټې کمپنۍ یا په جزیرو کې مالي مرکزونه هم ناقانونه دي؟ کرسټنسن وايي، د خپګان خبره دا ده چې دا شرکتونه چې په کومو هېوادونو کې جوړ وي، یا یې د جوړولو اجازه وي، هغه ناقانونه نه وي:

((د خپګان خبره دا ده چې په جزیرو کې جوړ شوي شرکتونه قانوني وي. اصلي مسله دا ده چې د پاناما په څېر هېوادونه د شرکتونو یا کمپنیو د اصلي مالکانو پېژندګلوۍ غوښتنه نه کوي. نو د موساک فونسېکا په څېر قانوني ادارې یا کمپنۍ بیا د کاروبار برخوالو یا د هغوی نومونه رجسټروي. دا هغه خلک دي چې یوازې نومونه یې کارول کېږي او د اصلي مالک نوم یا شناخت پټوي. دا په جزیرو کې د جوړو شویو کمپنیو تر ټولو حیرانوونکې برخه ده چې هغوی د اصلي مالکانو نومونه نه په ډاګه کوي.))

د کرسټنسن خبرې د یو مثال له لارې تشریح کولای شو. فرض کړئ چې یو سړی دی (الف) نومېږي. دی سیاستوال دی او په خپل هېواد کې یې یا خو اداري فساد کړی، یا واکمن دی او د کاروبار اجازه نه لري، نو دا سړی خپل ملګري، زوی، ښځې، لور یا بل کس ته وايي چې په خپل نوم په پاناما یا بل ځای کې یو کاروبار پرانیزي یا هلته د درواغو یا پټې کمپنۍ په پرانیسو خپلې پیسې استوي. په کاغذونو کې د دې کس ملګري یا د کورنۍ غړي د کاروبار یا پیسو مالکان وي، خو اصلي مالک یې دا وي. د ده د نوم پټولو لپاره د قانوني چارو یوه اداره کاغذونه او اسناد جوړوي او دا کس په پټه خپلې ټولې پیسې ساتي، یا د درغلۍ پیسې مینځي، یا خپل کاروبار پر مخ وړي او یا هم له مالیو یا ټیکسونو ځان ژغوري.

د نړیوال تړون اړتیا؟

د پاناما په کاغذونو کې د پاکستان وزیراعظم نواز شریف د لور مریم نواز، د ده زوی حسن نواز او زوم کیپټن رېټایرډ صفدر په نوم هم لوی شرکتونه ښودل شوي دي.

د دوشنبې یا ګل پر ورځ د پاکستان اطلاعاتو وفاقي وزیر پروېز رشید په اسلام اباد کې د خبري غونډې پر مهال د وزیراعظم نواز شریف یا د هغه د کورنۍ غړو د شرکتونو جوړولو یا له مالیو د ځان ژغورلو تورونه رد کړل.

د ټیکسونو او کاروبارونو چارو پوه جان کرسټنسن وايي، د دې کاغذونو او اسنادو له افشا کېدو سره ښايي په هېوادونو کې ولسونه پر سیاستوالانو او حکومتونو فشار راوړي.

د ده په خبره، وخت راغلی دی چې د نړۍ په کچ یو داسې تړون لاسلیک شي چې د دې پټو او ناقانونه کاروبارونو مخه ونیسي.

دی زیاتوي، که د نړۍ هېوادونه غواړي چې کاروباریان او سیاستوالان پټې سوداګانې ونکړي، تورې پیسې سپینې نه کړای شي او پټې یا شېل کمپنۍ جوړې نکړي نو باید د موساک فونسېکا په څېر قانوني خدماتو ورکوونکو ادارو د نظام سمولو لارې چارې ولټوي.

XS
SM
MD
LG