د لاسرسي ځای

پېښور: د بټه تل بازار سېلاونو زیانمن کړی دی


په خېبر پښتونخوا کې له تېرو دوو ورځو بارانونو او سیلاوونو لږ تر لږه پنځه څلوېښت کسان وژلي دي او ۳۴ یې ژوبل کړي دي او ګڼو کورونو، دکانونو او سړکونو ته يې زیان اړولی دی. د پېښور په سر بند کلیواله سیمه کې بارانونو او سېلاوونو د بټه تل بازار کې له خوړ سره څېرمه دکانونو ته ډېر زیان اړولي دي چې پکې د خېبر ایجنسۍ د باړي بازار وګړي مېشت دي. هلته لږ تر لږه شپیته دکانونه او یو شمېر ګاړي هم اوبو لاندې کړي دي. ځايي خلک وايي دوی پخپله امدادي هلې ځلې ترسره کوي او حکومت ورسره هېڅ مرسته نه ده کړي د مشال خبریال غلام غوٍ ث دغه سېلاو ځپلې سیمې ته ورغلی دی.

XS
SM
MD
LG