د لاسرسي ځای

وزیرستان کډوال: پښتونخوا حکومت دې خپلې ژمنې پوره کړې


په بنو کې د وزیرستان کډوال

په بنو کې د وزیرستان کډوال

د خېبر پښتونخوا صوبايي حکومت د ۲۰۱۴ کال په جون مېاشت کې هرې کډوالې کورنۍ ته د شپږ زره روپیو ورکولو وعده کړې وه

د شمالي وزیرستان سیاسي اتحاد وايي، نژدې دوې اونۍ تېرې شوې خو د خېبر پښتونخوا حکومت خپله هغه ژمنه پوره نه کړه چې د تحريک انصاف مشر عمران خان د سږني کال په فېبرورۍ مېاشت کې ورسره کړې وه.

دوی وايي، د خېبر پښتونخوا صوبايي حکومت د ۲۰۱۴ کال په جون مېاشت کې هرې کډوالې کورنۍ ته د شپږ زره روپیو ورکولو وعده کړې وه خو نه پر هغه عمل وشو او نه هم صوبايي حکومت ورسره هېڅ ډول رابطه نیولې ده.

د شمالي وزیرستان سیاسي اتحاد یو غړي ملک نظر دين خان مشال راډیو ته وویل چې د تېرې مېاشتې په درويشتمه (۲۳) نېټه يې په اسلام آباد کې د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان سره ليدلي ول او هغه ورته ډاد ورکړی و چې امدادي رقم یې حق دی او بې له ځنډه به ورته ورکړل شي.

د نوموړي وینا وه که عمران خان خپله وعده پورا نکړه نو په راتلونکې کې به يې د کور مخې ته یو وارې بېا احتجاجي مظاهره وکړي او تر هغه وخته به ناست وی چې غوښتنې یې ونه منل شي.

د شمالي وزيرستان سیاسي اتحاد تېره مېاشت هم په اسلام آباد کې د عمران خان کور مخې ته احتجاجي مظاهره کړې وه.

د خېبرپښتونخوا د حکمران ګوند د صوبايي اسمبلۍ غړي فضل حکيم وایي چې د متاثرينو دا غوښتنه به نه صرف د صوبې وزيراعلې پروېز خټک بلکې د ګوند مشر عمران خان په وړاندې هم ږدي او کوښښ به يې دا وي چې دا مسله يې ژر تر ژره هواره کړي.

یاده دې وي چې په پنځلسم جون ۲۰۱۴ کې د پاکستان حکومت په شمالي وزيرستان کې د وسله والو پر ضد ضرب عضب په نوم سره عملېات پیل کړل چې له وجې يې په لکونو خلکو خپلې سېمې پرېښودې او مخوندي سیمو ته يې کډې وکړې.

دا دې هم یاده وي چې وفاقي حكومت د قبایلي سيمو په عارضي توګه بې كوره کړلشويو خلکو بيا ابادولو لپاره په روان مالي کال کې ديارلس (۱۳) اربه روپې هم جاري كړې دي. له دې سره سره هرې كورنۍ ته خپلو سېمو ته د تللو پروخت پنځه دېرش (۳۵)زره روپې نغدې هم ورکول کېږي.

XS
SM
MD
LG