د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فاټا اصلاحاتو کمېټه د سرتاج عزیز په مشرۍ خېبر ته ځي


د قبایلي سیمو د سیاسي ګوندونو اتحاد ویلي چې دوی به د دې کمېټۍ د غونډې پر مهال په لواړګه کې احتجاج کوي.

په قبایلي سیمو کې د اصلاحاتو لپاره جوړه شوې حکومتي کمېټۍ د سرتاج عزیز په مشرۍ کې خیبر ایجنسۍ ته رسېدلې ده.

د یادې حکومتي کمېټۍ د غونډو هدف په دې سیمو کې د آییني او قانوني اصلاحاتو او رتلونکي په اړه د ځايي خلکو نظر اخیستل دي.

بل پلو د قبایلي سیمو د سیاسي ګوندونو اتحاد ویلي چې دوی به د دې کمېټۍ د غونډې پر مهال په لواړګه کې احتجاج کوي.

د یاد اتحاد چارواکو د یکشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل ، په دې کمېټۍ کې د قبایلي سیمو استازي نشته او حکومت باید په دې کې د قبایلو استازیتوب باوري کړي.

په جمرود کې هم تېره ورځ د شوې یو غونډې ګډونوال منظور اپرېدي وویل، نن پر څلورم اپرېل د ګل په ورځ چې د سرتاج په مشرۍ کمېټه یې سیمې ته ورځي نو پرضد به یې کلک احتجاج کېږي. “ دا غوښتنه به کوو چې نور دې د فاټا پر ولس لاګو تور قانون اېف سي ار زر تر ژره له منځه یووړل شي. قبایلي سیمې دې په خېبر پښتونخوا کې شامله کړل شي. او دغه ولس ته دې هم د نور پاکستان غوندې بشري حقوق ورکړل شي”.

دا په داسې حال کې ده چې ځینې ګوندونه او ډلې غواړي چې قبایلي سیمې دې په خیبر پښتونخوا ګډې شي او ځینې بیا د دې مخالفت کوي.

XS
SM
MD
LG