د لاسرسي ځای

شاعرانو په خپلو نظمونو او ویناګانو کې د رحمان بابا په افکارو رڼا واچوله او هغه یې د انسانیت یو عظیم شاعر وباله.

په پېښور کې د پښتو ستر صوفي شاعر رحمان بابا د عرس په سلسله کې د اتوار په ورځ د هغه پر مزار یوه ادبی غونډه وشوه چې پکې د پېښور، مردان، چارسدې، کوهاټ، اورکزو او د خېبر پښتونخوا له یو شمېر نورو سیمو علاوه له بلوچستان او افعانستانه هم شاعرانو، لیکوالانو او د هغه مینه والو ګډون کړی و.

د افعانستان یو شاعر او لیکوال ډاکټر مجاهد مشال راډیو ته وویل، که د نړۍ په کچه پښتانه څنګه هم ښودل کېږی خو د پښتنو اصل عکس دا دی چې له خپل تاریخ، ادب او روایاتو سره مینه کوي. خپل مشاهیر او ملی اتلان یادوي او د دغسې دستورې او مرکې په کولو دنیا ته ښایي چې پښتانه امن خوښي دی.

د غونډې پر مهال د رحمان بابا د مزار په ودانۍ کې د کتابونو او خوړو ځانګړي سټالونه هم لګول شوی ول او پولیسو یې کلکه پېره ورکوله.

د ډېرې شوقدر محترم ګل چې د رحمان بابا مینه وال دی، مشال راډیو ته وویل، هر کال دغه عرس ته ورځي او هلته د ورغلیو مېلمنو خدمت کوي ځکه چې د ده په زړه کې د بابا یو ډېر لوی مقام دی.

د رحمان بابا دغه درې ورځنی عرس د پېښور په هزار خوانۍ کې د هغه پر مزار د جمعې له ورځې پیل شوی و چې د اتوار په ورځ پای ته ورسېدلو.

د رحمان ادبي جرګې له ۱۹۶۲ کال راهیسې د رحمان بابا عرس لمانځي.

د دغه ټولنې یو مشر پروفېسر داود خان داود له مشال راډیو سره په خبرو کې له صوبایی حکومتهګیله وکړه چې د عرس په لمانځلو کې یې ورسره سمه مرسته نه ده کړې.

یاده دې وی چې په ۲۰۰۹ کال کې وسله والو د رحمان بابا مزار په بمونو الوځولی و چې بیا وروستو د خیبر پښتونخوا پخواني حکومت په ۲۰۱۲ کال کې د خدای بخښلې بشیر احمد بلور په مشرۍ د مزار ودانۍ بیا ورغوله.

د رحمان بابا په اړه د شوي تحقیق له مخې، هغه غوریاخېل مومند و، د پلار نوم یې عبدالستار و او د پېښور په بهادر کلې کې ۱۶۳۲ او یا ۱۶۵۰ میلادي کال کې زوکړی و. دغه شان د رحمان بابا د وفات نېټه ۱۷۰۷ میلادي کال ښودل کېږي.

XS
SM
MD
LG