د لاسرسي ځای

د شل اوریزو لوبو لپاره د پاکستان د کرکټ لوبډلې کپتان شاهد اپریدي له خپلې دندې ( کپتانۍ ) استعفا وکړه. نوموړي ویلي له کپتانۍ ګوښه کېږي خو په ملي لوبډله کې به د یو لوبغاړي په حیث خپله لوبه جاري ساتي.

شاهد اپریدي دا اعلان د اپریل په درېمه په داسې حال کې کړی چې د شل اوریز نړیوال جام په لوبو کې د پاکستان لوبډلې ډېره خرابه لوبه وکړه او له دې امله په پاکستان کې خلکو پر شاهد اپریدي او د لوبډلې په کوچ او منیجر او نورو چارواکو سختې نیوکې وکړې چې دا لړۍ لا هم روانه ده.

شاهد اپریدی د لوبې پر مهال

شاهد اپریدی د لوبې پر مهال

شاهد اپریدی وړاندې وايي هغه اراده لري چې د اوس لپاره په ملي او د لیګ مېچونو په کچه خپله لوبه جاري وساتي او له خپلو مینه والو غواړي چې دده ملاتړ دې وکړي او په دعاګانو او نېکو هېلو کې دې یې یاد وساتي.

پاکستان په نړیوال جام کې څلور لوبې وکړې، یوه یې وګټله او درې یې وبایللې. په بایللو مېچونو کې د هند خلاف لوبه هم شامله وه چې نږدې ټول پاکستان یې د بریا لپاره دعاګانې کولې.

شاهد اپریدی دا مهال ۳۶ کلن دی. نوموړی د بیټنګ په څانګه کې د تیزې لوبې کولو لپاره مشهور دی، خو ډېر کله خپل مینه وال ناهیلې پرېږدي او زر اوټ شي.

اپریدی له ۱۹۹۶ کال راهیسې په نړیوالو لوبو کې د پاکستان استازیتوب کوي، دی په ۲۰۱۴ م کال کې د پاکستان د شل اوریزو لوبو کپتان ټاکل شوی و.

XS
SM
MD
LG