د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوباما: پاکستان او هند دې ايټمي وسلو سيالۍ کې غلطې خوا ته نه ځي


امريکايي ولسمشر باراک اوباما
امريکايي ولسمشر باراک اوباما

د امريکا ولسمشر بارک اوبامه په پاکستان او هندوستان ټينګار کړی چې د اټومي خطر کچه راکمه کړي. که څه هم پاکستان وايي چې دوی خپل اټومي پروګرام له هرقسم خطر څخه خوندي ساتلی خو په واشنګټن کې د اټومي امنيت د دوه ورځنۍ سرمشريزې په پای کې بارک اوبامه وويل لاهم دا اندیښنه شته چې ترهرګر اټومي وسلې ترلاسه کړي.

که څه هم پاکستان وايي چې د خپل اټومي امنيت خونديتوب ته په سختۍ سره ژمن دی خو د جمعې پر ورځ په واشنګټن کې د اټومي امنيت د دوه ورځنۍ سرمشريزې په پای کې د امريکا ولسمشر بارک اوبامه وويل پاکستان او هندوستان دې دا خبره يقيني کړي چې ناسم اړخ ته نه دي روان:

(( هغه چلنجونه چې موږ ورسره دا مهال مخ کيږو، يو پکې دا دی چې موږ ته په لويه پيمانه په خپلو اټومي وسلو کې کمې راوستل ګران دي. تر څو په پراخه کچه اټومي وسله لرونکي هيوادونه امريکا او روس په دې لړ کې پيل کولو ته چمتو شوي نه وي او داسې نور هيوادونه ـــــ چې زما په خيال موږ پکې پرمختګ ليدل غواړو هغه پاکستان او هندوستان دي. په داسې حال کې چې دا هيوادونه خپلې پوځي پاليسۍ پراخوي ، بايد دا خبره يقيني کړي چې دوی پرله پسې غلطې خواته روان نه دي.))

خو د پاکستاني وزيراعظم د بهرنېو چارو ځانګړي سلاکار طارق فاطمي په واشنګټن کې د اټومي امنيت په اړه دغه دوه ورځنۍ سرمشريزې ته وويل چې د يو زمه واره اټومي هيواد په حېث پاکستان خپل اټومي امنيت ډير جدي اخلي. طارق فاطمي وويل دوی له کلونو راهيسې پر دې کار کړی چې څرنګه خپل اټومي پروګرام د هرقسمه خطرو نه خوندي کړي.

د ايټمي وسلو په اړه غونډه واشنګټن کې وشوه
د ايټمي وسلو په اړه غونډه واشنګټن کې وشوه

د پاکستاني وزيراعظم د بهرنېو چارو ځانګړي سلاکار زياته کړې ده چي دوی د اټومي موادو نه خوراوي ته ژمن دي. نوموړي زياته کړه چې پاکستان د څه باندې څلويښتو کلونو راهيسې يو خوندي ولسي اټومي پروګرام پرمخ بيايي. د ده په خبره پاکستان د خپل اټومي تنصيباتو د امنيت لپاره يو بهترينه ځانګړی ځواک جوړ کړی چې ډير مهارت او تجربه لري.

په واشنګټن کې د اټومي امنيت د دوه ورځنۍ سرمشريزې په موقع د امريکا ولسمشر د نړۍ په مشرانو غږ وکړ چې د حساسه اټومي تنصيباتو د خونديتوب لپاره لانور ګامونه پورته کړي څو د ده په خبره د داعش وسله والو په څېر د ليوانو مخه ونيول شي چې اټومي وسلې يا ريډيو ايکټېو ترلاسه نه کړي.

هغه زياته کړه: ((په دې کې هیڅ شک نشته که دا لیوني اټومي وسله یا اټومي مواد ترلاسه کړي د بیګناه خلکو د وژلو لپاره به کار ترې واخلي نو د همدې لپاره زموږ هڅې خورا مهمې دي.)) د امریکا ولسمشر وويل چې لاهم دا اندیښنه شته چې ترهرګر اټومي وسلې ترلاسه کړي خو له ښه مرغه د ګډو هڅو له امله تر اوسه هیڅ ترهګره ډله په دې نه ده توانيدلې.

ولسمشر اوباما وویل د القاعده په څیر ډلو هڅې کړې دي چې اټومي وسلې پیدا کړي او د داعش په څیر ډلو په عراق او شام کې له کیمیاوي وسلو استفاده کړې.

په واشنګټن کې د اټومي امنيت په اړه دغه دوه ورځنۍ سرمشريزه کې د نړۍ مشرانو خپل هغه ژمنه بيا تکرار کړه چې اټومي وسلې به د سختدريځو څخه خوندي ساتي خو خبرداری يې ورکړ چې د وسله والو لخوا خطرې لا هم شته دی.

XS
SM
MD
LG